حماس له پتیالیو وغوښتل په طوفان الاقصی جګړه کښې ګډون وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i152964-حماس_له_پتیالیو_وغوښتل_په_طوفان_الاقصی_جګړه_کښې_ګډون_وکړي
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د طوفان الاقصی عملیات له صهیونیسټ رژیم سره د مبارزې په زمینه کښې یوه تاریخي شیبه وبلله او امریکا یې د فلسظین د ملت پرضد د نسل کشۍ مسووله وبلله.
(last modified 2024-10-07T06:57:30+00:00 )
Oct 07, 2024 11:20 Asia/Kabul
  • حماس له پتیالیو وغوښتل په طوفان الاقصی جګړه کښې ګډون وکړي

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د طوفان الاقصی عملیات له صهیونیسټ رژیم سره د مبارزې په زمینه کښې یوه تاریخي شیبه وبلله او امریکا یې د فلسظین د ملت پرضد د نسل کشۍ مسووله وبلله.

حماس غورځنګ وویل د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اومې او د یوه کال په اوږدو کښې نازي صهیونیسټ دښمن د فلسطین د خلکو پرضد تر ټولو بوږنونکي جنایتونه ، وژلې او نسل کشیانې کړي دي.

حماس غورځنګ په دغه بیانیې کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په غزې تړانګه کښې د فلسطین د ستر ملت پایدارۍ او مقاومت او له مقاومت ډلو څخه د خلکو ملاتړ د نیواکګرانو ټول پلانونه شنډ کړي دي ډاګینه کړه هغه ناځوانمردانه ټرور او جنایتونه چې د قدس نیواکګرانو د مقاومت د مشرانو او شخصیتونو پرضد کړي دي فلسطین به لا پسې قوي او پایداره کړي.

حماس غورځنګ په دغه بیانیه کښې دې ته په اشارې سره چې په عربي او د اسلامي هیوادونو باندې  د صهیونیسټ رژیم د تیریو د دایرې پراختیا ثابتوي چې دغه رژيم د سیمې د امنیت او ثبات لپاره حقیقي ګواښ دی په لویدیځې غاړې، ، قدس ، نیواکي سیمو او د ګډوالو د کیمپونو له خلکو وغوښتل چې په ټولو بڼو خپل مقاومت نور زیات  کړي.