د لبنان د شهیدانو شمیر ۲ زره او ۱۴۱ تنو ته ورسید.
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153036-د_لبنان_د_شهیدانو_شمیر_۲_زره_او_۱۴۱_تنو_ته_ورسید.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چېپه تیر یو کال کښې د صهیونیسټی رژیم د حملو په نتیجه کښې په دغه هیواد کښې د شهیدانو شمیر دوه زره ۱۴۱ کسانو ته رسیدلی دی.
(last modified 2024-10-09T23:47:30+00:00 )
Oct 10, 2024 04:14 Asia/Kabul
  • د لبنان د شهیدانو شمیر ۲ زره او ۱۴۱ تنو ته ورسید.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چېپه تیر یو کال کښې د صهیونیسټی رژیم د حملو په نتیجه کښې په دغه هیواد کښې د شهیدانو شمیر دوه زره ۱۴۱ کسانو ته رسیدلی دی.

د ایرنا د خبر له مخې د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې پرون د لبنان په مختلفو سیمو د صهیونیسټ رژیم د حملو په نتیجه کښې ۲۲ تنه شهیدان شول چې په دې سره د شهیدانو شمیر ۲۱۴۱ تنو ته ورسید.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، له دغو شهیدانو څخه ۱۲  د لبنان د جنوب، ۷ یې په البقعه، ۲ یې په النبطیه او یو یې د بعلبک په الحرمل کې شهید شوی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت همداشان اعلان وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د حملو په نتیجه کښې په دغه موده کښې ۱۰ زره او ۹۹ کسان ژوبل شوی هم دی.

له بلې خوا د لبنان د حزب ا... جنګیالیو پرون چهارشنبه د صهیونیسټانو د جنایتونو په ځواب کښې په نیواکي فلسطین او نیواکي جولان باندې ۲۰۰ توغندي وتوغول.