پوهنتون باید هیواد د علم او ټيکنالوجۍ لوړې څوکې ته ورسوي
(last modified Sat, 12 Oct 2024 11:47:37 GMT )
Oct 12, 2024 16:17 Asia/Kabul
  • پوهنتون باید هیواد د علم او ټيکنالوجۍ لوړې څوکې ته ورسوي

سحاب – د ایران داسلامی  جمهوریت ولسمشر ووئيل؛پوهنتون  باید هیواد دټيکنالوجۍ او ساینس  لوړې څوکې ته ورسوي.

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان نن د ایران د  د پوهنتوني زده کړې د پیل په مناسبت د تهران پوهنتون  د محصیلینو په ټول کې  ووظيل،  د ایران راتلونکي ته هیله  په پوهنتون او پوهنتوالو ده او  دپوهنتونونو هدف باید   د ساینس اوټيکنالوجۍ څوکې ته د ایران رسول وي.

د اسلامی ایران ولسمشر  روښانه کړه ،له  هغو استاذانو او محصیلیونو څخه انتظار چې خلاق ذهن لري، د ایران دعزت، سرلوړۍ او دټولنې د مشکلاتو حل  دی.

مسعود پزشکیان  په سیمې کې د ایران په لومړی کیدا او هغې سرلوړئ او عزت باندې مشتمل د اسلامی انقلاب  د معظم لارښود د ټينګار وړ  لرلید ته په اشارې سره  چې په هڅې او کوشش سره ممکن دی، و وئيل؛ حکومت د هیواد د پراختیا لپاره  له خلاق پوهنتون او پوهنتونوالو څخه  ملاتړ کوي.

د اسلامی ایران ولسمشر په دې په ټينګار سره چې  هر پوهنتوني استاد یوه غوټه پرانیستلی شي،هغه  که د اقتصاد،کرهڼې ،صنعت ،کلتور ، او که د ټولنې پیژندونکې غوټه، ووئيل  استاذان او غوره شخصیّتونه دایران ګرانبیّه پانګه دي.

 

ټیګونه