ایران د امریکا لخوا د انرژۍ پرضد بندیزونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153166-ایران_د_امریکا_لخوا_د_انرژۍ_پرضد_بندیزونه_وغندل
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« اسماعیل بقائي» د ایران د انرژۍ په برخې باندې د امریکا د نویو بایکاټونو لګول چې د صهیونیسټ رژیم د پوځي هدفونو پرضد د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاعي اقدام په پلمه لګیدلي دي وغندل.
(last modified 2024-10-13T05:46:25+00:00 )
Oct 13, 2024 10:11 Asia/Kabul
  • ایران د امریکا لخوا د انرژۍ پرضد بندیزونه وغندل

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند« اسماعیل بقائي» د ایران د انرژۍ په برخې باندې د امریکا د نویو بایکاټونو لګول چې د صهیونیسټ رژیم د پوځي هدفونو پرضد د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاعي اقدام په پلمه لګیدلي دي وغندل.

هغه د جایزې د فاع د ذاتي حق د اعمالولو په لړ کښې له نړیوالو حقوقو سره سم او د قانوني اقدام په توګه د صهیونیسټ رژيم پرضد د ایران د توغندوي حملو  په بللو سره د ایران د څو شرکتونو او د کشتیو پرضد د بایکاټونو په لګولو کښې د امریکا اقدام چې د امریکا په ادعا د ایران د  تیلو د محصولاتو په انتقالولو کښې ګډون لري د هیڅ ډول قانوني او منطقي بنسټ نلرونکی وباله او هغه یې د اسرائیلو یاغي رژیم ته یو ډول باج ورکول وبلل.

د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقائي د لویدیځې اسیا سیمې په امنیت او ثبات کښې د امریکا منفي او ورانونکي رول ته په اشارې سره وویل امریکا په لبنان باندې تیریو او د غزې د خلکو په نسل وژنې کښې د صهیونیسټ رژیم د استفادې وړ وسلو د اصلي تامینونکي او د تر ټولو مهمې سیاسي ملاتړي په توګه د تر ټولو سختو نړیوالو جنایتونو په ترسره کولو کښې له دغه رژیم سره ملګري او شریکه ګڼل کیږي.

هغه د امریکا د بایکاټونو اقداماتو ته د ضروري ځواب د ورکولو لپاره د ایران په حق باندې ټینګار سره ډاګینه کړه، د ایران د ملت پرضد د زیات دباو او د ګواښ په سیاست باندې د امریکا رژیم اعتیاد او روږدي کیدل د هر ډول خارجي تیریو په وړاندې د خپلو ښاریزو او د ملي ګټو او د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ د دفاع لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په ارادې باندې هیڅ اغیز نلري.