د ایران توغندوي برید د اسرائیلو رژیم ته زیات تاوانونه اړولي دي
(last modified Mon, 14 Oct 2024 01:04:19 GMT )
Oct 14, 2024 05:34 Asia/Kabul
  • د ایران توغندوي برید د اسرائیلو رژیم ته زیات تاوانونه اړولي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم سرچینو اعتراف وکړ چې په نیواکي ټاټوبو باندې د ایران وروستۍ توغندوي حملې ستر او بې مخینې تاوانونه رسولي دي.

د اسرائیلو یدیعوت احارونوت ورځپاڼې وویل چې د صهیونیسټ رژيم د مالیاتو ادارې د ایران په وروستۍ توغندوي حملې کښې غیر پوځي ځایونو ته رسیدلي تاوانونه له څلویښتو څخه تر درې پنځوس میلیونو ډالرو پورې اټکل کړي دي.

دغه ورځپاڼې وویل د فلسطین په نیواکي ټاټوبو باندې د ایران د توغندوي حملې له کبله تاوانونه د جنګ د پیلیدا  په یوه ورځ کښې تر ټولو زیات رسیدلي دي تاوانونه دي.

یدیعوت احارونوت ورځپاڼې ولیکل د ایران توغندوي حمله د صهیونیسټ رژيم د یوشمیر پوځي اډو په شمول لسو سیمو ته د زیاتو تاوانونو د رسیدا سبب شوي ده او په نیواکي ټاټوبو کښې یوسل پنځوسو ودانیو ته تاوانونه رسیدلي دي.

 

 

 

 

 

ټیګونه