د شانګهای سازمان او له یو اړخیز بندیزونوسره مخالفت
په دغه بیانیه کې ټینګار شوی دی چې غړي هیوادونه له پلوي اقداماتو، یو اړخیزو بندیزونو او سوداګریزو محدودیتونو سره مخالف دي چې څو اړخیز تجارتي نظام کمزوری کوي او د نړۍ د دوامداره مخه نیسي نو له همدې امله غړي هیوادونه په بیلابیلو برخو کې لکه سیاست او امنیت، تجارت، اقتصادي، مالي، پانګونې، کلتوري او بشردوستانه اړیکو ته وده ورکولو په برخو کې ملګرتیا کوي ترڅو یوه سوله ایزه ، خوندي، هوسا او چاپیریال پاکه مځکه رامینځته کړي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړو هېوادونو مشرانو د ۲۳مې غونډې په وروستۍ بیانیه کې پر هېوادونو د لوېدیځ له بندیزونو سره د مخالفت په ترڅ کې دا له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې وګڼله او ټینګار یې وکړ چې د سوداګرۍ په برخه کې د محدودیتونو اعمالول د دوامداره نړیوالې پراختیا مخه نیسي.
په دغه بیانیه کې ټینګار شوی دی چې غړي هیوادونه له پلوي اقداماتو، یو اړخیزو بندیزونو او سوداګریزو محدودیتونو سره مخالف دي چې څو اړخیز تجارتي نظام کمزوری کوي او د نړۍ د دوامداره مخه نیسي نو له همدې امله غړي هیوادونه په بیلابیلو برخو کې لکه سیاست او امنیت، تجارت، اقتصادي، مالي، پانګونې، کلتوري او بشردوستانه اړیکو ته وده ورکولو په برخو کې ملګرتیا کوي ترڅو یوه سوله ایزه ، خوندي، هوسا او چاپیریال پاکه مځکه رامینځته کړي.
د نړۍ له نيمايي زيات نفوس او له جغرافيايي پلوه له جنوب تر ختيځې اسيا او همدارنګه د يورو ایشيا په سيمه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د يو تر ټولو پياوړي نړيوال سازمان په توګه، د اقتصادي او ټولنيزو جوړښتونواو نړیوالوننګونو د لپاره ډېر ظرفيت لري.
د شانګهای د همکاريو د سازمان د غړیو له نظره، غربي ټولنې په تېره بيا امريکا چې د بنديزونو په لګولو او د خپلو يو اړخيزو سياستونو په تپلو سره د نړيوال اقتصاد نظم ګډوډوي چې نتيجه يې د بې وزلۍ په خپریدو سره د نظم او ټولنیز جوړښتونو نسکوریدا ده .
له همدې امله د هغو دولتونو مشرانو چې په اسلام اباد کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې ګډون کړی ، د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له اصولو او مقرراتو سره په ټکر کې د پلوي سوداګریزو اقداماتو د مخنیوي لپاره د ګډو هڅو او همدارنګه د قوانینو پر بنسټ د پیاوړتیا او له تبعیض پاک، د سوداګرۍ نړیوال سازمان پر عادلانه، ټول شموله او شفافیت ټینګار وکړ. دوی دغه راز د شانګهای د همکارۍ سازمان په سيمه کې د دوامدارې اقتصادي او ټولنيزې پراختيا د تامينولو په اړه خپله هيله څرګنده کړه او تر ۲۰۳۰ کال پورې يې د دغه سازمان د اقتصادي پرمختګ ستراتيژۍ او د غړو هېوادونو د څو اړخيزو سوداګريزو او اقتصادي همکاريو د پروګرام د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د مالیې، انرژۍ، ټرانزیټ او د پوهې په ډګرونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت، چین، روسیې او هند په شان هیوادونو شتون د شانګهای د ملګرتیا سازمان ته ستر ځواک ورکړی دی. البته له لويديځ د فاصلې او د اقتصادي، تجارتي او مالي زيانونو د کمولو لپاره له لويديځې نړۍ جلا مالي او تجارتي جوړښتونو ته اړتيا ده. ځکه لويديځ هيوادونه په تېره بيا امريکا د لويديځو مالي جوړښتونو لکه نړيوال بانک او SWIFT کار اخلي ترڅو د خپلو لګول شويو او بنديزونو سياستونه پلي او پرمخ بوځي. له همدې امله د شانګهای د همکارۍ سازمان د نړۍ د سوکالۍ، امنیت او سولې د رامنځته کولو لپاره د نړۍ د جنوب د مالي او اقتصادي ظرفیتونو د لوړولو وړتیا او توان لري. دې ته په پام سره چې د شانګهای اکثره غړي هېوادونه د لوېديځ تر بنديزونو او اقتصادي فشارونو لاندې دي، بې له شکه د دغه ډول هدف او پلان د تحقق لپاره لازمه انګيزه او اراده لري.