د صهیونیسټي رژیم په وروستیو حملو کې ۱۷ لبنانیان په شهادت ورسېدل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153300-د_صهیونیسټي_رژیم_په_وروستیو_حملو_کې_۱۷_لبنانیان_په_شهادت_ورسېدل
لبناني سرچینو خبر ورکړی چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د دغه هېواد اوولس اتباع د صهیونیسټي رژیم په حملو کې شهیدان شوي دي.
(last modified 2024-10-17T07:57:34+00:00 )
Oct 17, 2024 12:25 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم په وروستیو حملو کې ۱۷ لبنانیان په شهادت ورسېدل

لبناني سرچینو خبر ورکړی چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د دغه هېواد اوولس اتباع د صهیونیسټي رژیم په حملو کې شهیدان شوي دي.

له دې سره، د دغو شهیدانو په ګډون، د لبنان په خلاف د یرغل له امله د شهیدانو ټولټال شمېر، دوه زره او درې سوه اووه شپېته تنو ته ورسېد.

د صهيونیسټي رژيم پوځ د پرله پسې ۲۵مې ورځې لپاره هم پر لبنان باندې خپلو وحشیانه حملو ته دوام ورکړی، چې له امله يې ګڼ شمېر کسان شهيدان او ژوبل شوي دي.  

لبناني سرچینو خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان پر بېلابېلو سیمو لږ تر لږه ۳۸ ځله بمباري شوې، چې په دې سره د اشغالګرو د بریدونو ټولیز شمېر ۱۰ زره او ۱۵۰ ته ورسېد. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بیا ۱۷ تنه شهیدان او ۱۸۲ تنه نور ټپیان شوي چې په دې سره پر لبنان د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له امله د شهیدانو شمېر، ۲ زره او ۳۶۷ تنه شهیدانو او ۱۱ زره او ۱۰۶ تنه ټپیانو ته ورسېد.  

په عین حال کې حزب الله د نیواک شوي فلسطین په شمال کې د نیواکګرو  پر پوځي اډو او د استوګنې د مرکزونو په خلاف خپل عملیاتو زیات کړي دي او د لبنان سویل ته یې د نیواکګرو پوځیانو د ننوتلو له اقدام سره مقابله کړې ده.

عبري رسنیو خبر ورکړی، چې د حزب الله له ځواکونو سره په وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۵ صهیونیسټي پوځیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دغه رسنۍ وايي چې ۸ چورلکو د اسرائیلو مړي او ټپیان روغتونونو ته انتقال کړي دي.

له بلې خوا، د صهیونیسټي رژیم اړوند سرچینو، د نیواک شوي فلسطین په شمال کې د حزب الله له خوا د سختو راکټي حملو خبر ورکړی .

د صهیونیسټي رژیم رسنیو همدارنګه په حیفا او الکریوت کې د خطر زنګ د غږونو اورېدلو او په دغو سیمو کې د څو توغندیو د ویشتلو او له لبنان څخه لوېدیځ الجلیل ته د پنځه توغنديو د توغولو خبر ورکړی دی.