په غزې تړانګې کې نه زغمونکي قخطۍ په رامینځةکیدا ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153326-په_غزې_تړانګې_کې_نه_زغمونکي_قخطۍ_په_رامینځةکیدا_ده
سحاب-  د ملګروملتو سرمنشي  د اسرائيلو دنیواکګر رژيم  ددوامدارو حملو او جنایتونو په نتیجې کې په غزې تړانګې کې په نزدې وخت کې  او د نه زغونکي قخطۍ په باب  خبرداری ورکړ.
(last modified 2024-10-18T13:00:49+00:00 )
Oct 18, 2024 07:11 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګې کې نه زغمونکي قخطۍ په رامینځةکیدا ده

سحاب-  د ملګروملتو سرمنشي  د اسرائيلو دنیواکګر رژيم  ددوامدارو حملو او جنایتونو په نتیجې کې په غزې تړانګې کې په نزدې وخت کې  او د نه زغونکي قخطۍ په باب  خبرداری ورکړ.

ایرناخبری اژانس راپور ورکوي،  د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  غزې تړانګې په تیره بیا ددغې سیمې شمالي برخو ته د انسان دوستۍ د مرستو دمنتقلولو لپاره د اسرائیلو د نسل وژونکي رژیم  سختو محدودیّتونو ته  په اشارې سره  دغزې تړانګې د سترو لارو دپرانیستو غوښته وکړه څو دملګروملتو ادارې  دغزې خلکو ته د حیاتي انسان دوستۍ مرستې ورسول شي.

 د خوراکي امنیت د یو اړخیزو طبقه بندیو  د وروستیو راپورونو په اساس، په غزې تړانګې  کې تقریبا درې نیم لکه  کسان چې زیاتره ئې ښځې او ماشومان دي،هلته د انسان دوستۍ د مرستو د نه لیږد په دلیل  د لوږې له بوږنونکي خطرو سره لاس اوګریوان دي.

وحشي صهیونیسټي رژيم د امریکا  په بشپړ ملاتړ سره د تیر کال د اکتوبر له اومې نیتې راهسې  د غزې تړانګې د اوسیدونکو په ضد  ویجاړونکی جنګ پیل کړی چې  له امله ئې سترې کنډوالې ،مرګوني قخطي ،  او په لسګونو زره فلسطینیان چې زیاتره ئې ښځې او ماشومان دي ،شهیدان  کړي  او سیمه ئې په یوې سترې هدیرې بدله کړې ده.