د اسرائیلو پوځ په قصدي ډول زموږ ځواکونه په نښه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153348-د_اسرائیلو_پوځ_په_قصدي_ډول_زموږ_ځواکونه_په_نښه_کوي
د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو (یونیفل) ویاند اعلان وکړ چې صهیونیسټي پوځیانو په قصدي توګه دغه ځواکونه په نښه کړل.
(last modified 2024-10-18T23:10:24+00:00 )
Oct 19, 2024 03:36 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو پوځ په قصدي ډول زموږ ځواکونه په نښه کوي

د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو (یونیفل) ویاند اعلان وکړ چې صهیونیسټي پوځیانو په قصدي توګه دغه ځواکونه په نښه کړل.

د ایسنا د راپور له مخې، د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو (یونیفل)  ویاند آندره ټیننټي وویل: زموږ د ځواکونو پر وړاندې د اسرائیلو د پوځ بریدونه ، د اسرائیلي چارواکو د ادعاوو په خلاف چې وايي، دا کار غیر ارادي دی، په بشپړه توګه قصدي وو؛ اسرائیلو په مکرر ډول یونیفل په نښه کړی، چې پنځه یې قصدي وو.  

ټیننټي زیاته کړه: "څو میاشتې مخکې، زموږ ځواکونو په لبنان کې د اسرائیلو یوې اډې ته نږدې، د سپینو فاسفورس د احتمالي کارونې اغېزې وموندلې."

په دې وروستیو کې د صهیونیسټي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو له سرمنشي آنتونیو ګوترش څخه وغوښتل چې د لبنان له سویل څخه د یونیفل ځواکونه وباسي.

د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو (یونیفل)  ویاند په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د یونیفل ځواکونه به په هېڅ ډول شرایطو کې له د لبنان له سویل څخه ونه وځي.