د یحیی السنوار په شهادت سره به د مقامت جبهه کمزوري نشي
(last modified Sat, 19 Oct 2024 06:03:18 GMT )
Oct 19, 2024 10:33 Asia/Kabul
  • د یحیی السنوار په شهادت سره به د مقامت جبهه کمزوري نشي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د مجاهد اتل قومندان یحیی السنوار په درنښت کولو سره ټینګار وکړ: د مقاومت جبهه هماغه ډول چې مخکې د خپلو سترو مشرانو په شهادت سره له مخ ته تلو پاتې نشوه د یحی السنوار په شهادت سره به هم هیڅ ډول توقف ونلري.

 هغه حضرت د سیمې غیرتمنو ځوانانو او د مسلمانو ملتونو ته په یوه پیغام کښې د مجاهد اتل قومندان یحیی السنوار په درنښت کولو سره زیاته کړه: مجاهد اتل ، قومندان یحیی السنوار چې د مقاومت او د مجاهدت ځلانده څیره وه په خپلې کلکې ارادې سره د تیریګر او د ظالم دښمن په مقابل کې ودریده ؛ او په تدبیر او زړورتیا سره یې هغه ته څپیړه ورکړه؛  د دغه سیمې په تاریخ کښې یې د اکتوبر د اوومې نیټې نه جبرانیدونکي ګوزار په یادګار پریښود او بیا یې په عزت او سرلوړۍ سره د شهیدانو معراج ته الوت وکړ.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمائیل: د یحیی السنوار په شان یو کس سره  چې ډیر عمر یې له غاصب او ظالم دښمن سره په مبارزې کولو تیر کړی دی بالاخره له شهادت پرته بل شی ښه نه ښکاریده.

حضرت ایت الله خامنه اي زیاته کړه: د قومندان یحیی السنوار  نشتون د مقاومت د جبهې لپاره البته دردونکی دی، خو دغه جبهه د شیخ احمد یاسین، د فتحي شقاقي ، رنتیسي او د اسماعیل هنیه په شان د سترو شخصیتونو په شهادت سره له پرمختګ څخه پاتې نشوه او د یحیی السنوار په شهادت سره به هم هیڅ ډول توقف(دریدا) ونلري؛ حماس غورځنګ ژوندی دی او ژوندی به وي.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر یحیی السنوار د اکتوبر د میاشتې په شپاړسمه نیټه د غزې تړانګې په جنوب کښې په رفح ښار کښې له نیواکګر صهیونیسټي دښمن سره د جنګ په وخت شهید کړی شو.

 

ټیګونه