مونږ به هیڅکله د اسراییلو غیرقانوني رژیم په رسمیت ونه پیژنو
(last modified Thu, 10 Jul 2025 11:39:15 GMT )
Jul 10, 2025 16:09 Asia/Kabul
  • مونږ به هیڅکله د اسراییلو غیرقانوني رژیم په رسمیت ونه پیژنو

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر، د فلسطین د خلکو د هیلو لپاره د خپل هیواد د ملاتړ په ټینګار سره وویل: اسراییل یو غیرقانوني رژیم دی او پاکستان به یې هیڅکله ونه پیژني.

د پارس ټوډې په ویناسردار  محمد یوسف نن په اسلام آباد کې د فلسطین له سفیر، ظهیر محمد حمداله  سره په لیدنه کې وویل: پاکستان هیڅکله د اسراییلو مشروعیت نه دی منلی ځکه چې مونږ دا یو غیرقانوني رژیم ګڼو او موږ به یې هیڅکله ونه پیژنو.

یوسف د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو او د غزې د خلکو په ضد د هغه  د دوامداره بریدونو په غندلو سره، زیاته کړه: د پاکستان خلک او حکومت د فلسطین د ارمان  په کلکه ملاتړ کوي.

سردار یوسف د اسلامي همکاریو سازمان وغوښتل چې د فلسطین د مسلې په حل کې د مرستې لپاره اغیزمن رول ولوبوي او ټینګار یې وکړ: پاکستان به له  فلسطینانو سره د مرستې لپاره د نړۍ د وجدان د راویښولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. په اسلام آباد کې د فلسطین سفیر، ظهیر محمد حمداله ، هم وویل چې د فلسطین د ادارې د ولسمشر سلاکار او د مسجد الاقصی امام به ډیر ژر پاکستان ته سفر وکړي.