د فلسطین حماس او جهاد اسلامي غورځنګونو خبرې وکړې
(last modified Wed, 09 Jul 2025 07:32:26 GMT )
Jul 09, 2025 12:02 Asia/Kabul
  • د فلسطین حماس او جهاد اسلامي غورځنګونو خبرې وکړې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر «زیاد النخاله» په قطر کښې د «خلیل الحیه» په مشرۍ د حماس غورځنګ له مرکچي پلاوي سره کتنه او خبرې وکړې.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد النخاله د فلسطین د اطلاتو مرکز ته وویل د حماس غورځنګ او د جهاد اسلامي غورځنګ پلاویو په غزې کښې د اوربند موافقې ته د رسیدا لپاره د خبرواترو د بدلونونو په هکله خبرې وکړې او بحث یې وکړ.

النخاله وویل حماس او جهاد اسلامي غورځنګونو د اوربند لپاره د چوکاټ په هکله د موافقې په ضرورت چې د فلسطین د خلکو غوښتنې پوره کوي ټینګار وکړ.