په اسرائیلو رژیم کښې ټول هدفونه پيژندل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153428-په_اسرائیلو_رژیم_کښې_ټول_هدفونه_پيژندل_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دې خبرې سره چې د ایران پرضد هره حمله له سرو کرښو د تیریدا په معنا ده وویل په اسرائیلو کښې ټول هدفونه پیژندل شوي دي.
(last modified 2024-10-20T20:53:35+00:00 )
Oct 21, 2024 01:21 Asia/Kabul
  • په اسرائیلو رژیم  کښې ټول هدفونه پيژندل شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په دې خبرې سره چې د ایران پرضد هره حمله له سرو کرښو د تیریدا په معنا ده وویل په اسرائیلو کښې ټول هدفونه پیژندل شوي دي.

هغه د ترکیې له این ټي وي ټيلي ويژن سره په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې اسرائیل له امریکا پرته نشي کولای په غزې او لبنان کښې جنایتونه وکړي وویل : ټولې وسلې چې صهیونیسټ رژیم یې استعمالوي د امریکا لخوا ورکول کیږي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي زیاته کړه امریکا د صهیونیسټ رژيم متحده ده او که چیرې په سیمه کښې یو پراخ جنګ رامینځته شي نو امریکا به یې داخل ته وروکاږل شي.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران هر ډول حملې ته ځواب ورکوي وویل د اسرائیلو ټول هدفونه پیژندل شوي او دغه رژیم به د ایران پرضد  د هرې حملې متناسب ځواب ترلاسه کړي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي زیاته کړه د ایران اسلامي جمهوریت د صهیونیسټ رژیم په اقتصادي او یا غیر پوځي تاسیساتو باندې بریدونه ونکړل او یوازې په پوځي مرکزونو یې حملې وکړې خو اوس تهران په نیواکي ټاټوبو کښې ټول هدفونه پيژندلي دي او په دغو هدفونو به ورته حملې وکړي.