ایران او ازبکستان کولای شي د «بشپړوونکي اقتصاد» هېوادونه وي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153546-ایران_او_ازبکستان_کولای_شي_د_بشپړوونکي_اقتصاد_هېوادونه_وي
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال وویل: ایران او ازبکستان کولای شی د « بشپړوونکي اقتصاد» هېوادونه وي.
(last modified 2024-10-24T23:17:00+00:00 )
Oct 25, 2024 03:43 Asia/Kabul
  • ایران او ازبکستان کولای شي د «بشپړوونکي اقتصاد» هېوادونه وي

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال وویل: ایران او ازبکستان کولای شی د « بشپړوونکي اقتصاد» هېوادونه وي.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف د پنجشنبې په ورځ د ازبکستان د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ له وزیر، لذیذ قدرت اف سره په کتنه کې وویل:  د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسليک شويو تړونونو له مخې، د تبادلې کچه بايد د ٢٠۲٤ کال تر پايه يو ميليارد ډالرو ته ورسېږي.

په دغه کتنه کې د ازبکستان د پانګونې، صنایعو او تجارت وزیر« لذیذ قدرت اف» هم په تهران کې د دواړو هېوادونو د ګډ کمیسیون له جوړېدو سره هممهاله، د ازبکستان د ظرفیتونو د نندارتون د جوړولو غوښتنه وکړه.

ایران او ازبکستان په کلتوري، سیاسي، اقتصادي او تاریخي برخو کې ډېر مشترکات لري. په تېرو دوو کلونو کې د متقابلو اړیکو د پراختیا په هدف، د ایران او ازبکستان د چارواکو ترمنځ پرله پسې سلامشورې شوي دي.