د غزې د سولې له طرحې څخه د پاکستان هرکلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i175906-د_غزې_د_سولې_له_طرحې_څخه_د_پاکستان_هرکلی
د پاکستان لومړي وزیر وویل، هېواد یې د غزې تړانګې د سولې د طرحې پر بنسټ د فلسطینی مقاومت د بې‌وسلې کولو د بهیر د پلي کېدو لپاره د سولې شورا له وروستیو پرمختګونو څخه هرکلی کوي.
(last modified 2026-08-02T04:23:42+00:00 )
Aug 02, 2026 08:45 Asia/Kabul
  • د غزې د سولې له طرحې څخه د پاکستان هرکلی

د پاکستان لومړي وزیر وویل، هېواد یې د غزې تړانګې د سولې د طرحې پر بنسټ د فلسطینی مقاومت د بې‌وسلې کولو د بهیر د پلي کېدو لپاره د سولې شورا له وروستیو پرمختګونو څخه هرکلی کوي.

شهباز شریف دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ ادعا وکړه چي په قاهره کې د منځګړو او د حماس د مشرانو ترمنځ په مذاکراتو کې د غزې د پړاویزې بې‌وسلې کولو باندې هوکړه شوې ده.

خو د حماس یوه چارواکي دغه هوکړه یوازې لومړنۍ مسوده وبلله، او امریکايي چارواکو وویل چې اسرائیل رژیم لا هم د فلسطیني ډلې د وسلو د سپارلو په اړه شک او تردید لري.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې،  ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې ادعا کړې چې: «د سولې شورا په غزه کې د حماس او نورو وسله‌والو ډلو د بشپړې بې‌وسلې کولو په اړه یوې تاریخي هوکړې ته رسېدلې ده، او دا بهیر به په پړاوونو کې عملي کېږي.»

د پاکستان لومړي وزیر هم د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې په خپل پیغام کې ولیکل: «پاکستان د غزې د سولې د طرحې له مخې د فلسطینیانو د بې‌وسلې کولو د بهیر د پلي کېدو لپاره د سولې شورا له وروستیو پرمختګونو څخه هرکلی کوي.»

هغه زیاته کړه چې د منځګړو هېوادونو، په ځانګړې توګه امریکا، مصر، قطر او ترکیې، هڅې د دې پرمختګ په ترلاسه کولو کې د ځانګړې ستاینې وړ دي.

شهباز شریف په خپل پیغام کې زیاته کړه: «دا د سولې شورا لپاره یوه مهمه لاسته‌راوړنه ده. پاکستان هیله لري چې له دې پرمختګونو سره به د غزې د سولې د طرحې د ټولو ژمنو د عملي کولو لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.»

هغه په پای کې هیله څرګنده کړه چې دغه هڅې به د یوه باوري او مهالوېش لرونکي سیاسي بهیر له لارې، د نړیوال مشروعیت او د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړه‌لیکونو سره سم، د فلسطین د خلکو د ځان‌برخلیک ټاکلو حق د تحقق لامل شي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه چې دغه بهیر باید د ۱۹۶۷م کال له پولو سره سم، د ختیځ بیت‌المقدس په پلازمېنې، د یوه خپلواک، حاکم او یو موټي فلسطیني دولت د جوړېدو لامل شي.