ایران د آنروا پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم پریکړه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153720-ایران_د_آنروا_پر_وړاندې_د_صهیونیسټي_رژیم_پریکړه_وغندله
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي، د فلسطین د کډوالو د ادارې (آنروا)  په نښه کولو لپاره د اسرائیلي رژیم د وروستۍ فیصلې په غندلو سره وویل: غزه د تباهۍ او کړاوونو د زغملو په حال کې ده.
(last modified 2024-10-30T08:39:44+00:00 )
Oct 30, 2024 13:07 Asia/Kabul
  • ایران د آنروا پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم پریکړه وغندله

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي، د فلسطین د کډوالو د ادارې (آنروا)  په نښه کولو لپاره د اسرائیلي رژیم د وروستۍ فیصلې په غندلو سره وویل: غزه د تباهۍ او کړاوونو د زغملو په حال کې ده.

د سحاب د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د فلسطین په هکله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل: آنروا په غزه کې د ټولو بشري اړتیاوو د ملا تیر دی او د صهیونیسټي رژیم له خوا د هغې په نښه کول،  فلسطینیان له حیاتي مرستو څخه محروموي.

ایرواني زیاته کړه: له دوو اونیو ډېره موده کېږي چې غزې ته ټولې بشري مرستې بندې شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر په دې خبرې سره چې د اسرائیلو توکم پاله او نیواکګر رژیم د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو اصلي ګواښ دی څرګنده کړه: په غزې تړانګه کې د اسرائیلي رژیم  د پراخو او سیستماتیکو جنایتونو پر وړاندې بې حده معافیت او له بې قید او شرطه سیاسي، پوځي او هغه اقتصاد ملاتړ چې د ځینو غربي ملاتړو په ځانګړې توګه له امریکا څخه یې ترلاسه کوي، یوازې دغه رژیم په ټوله سیمه کې د خپلو تیري کوونکو او پراخو سیاستونو په دوام ورکولو کې نور هم بې رحمه کړی دی.

ایرواني پر دې خبرې په ټینګار سره چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه حساس پړاو کې ده وویل: دغه شورا باید د صهیونیسټي رژیم د جنګي ماشین د بندولو او د نسل وژنې، جګړې او تیریو د مخنیوي لپاره پریکنده اقدام وکړي.