د حزب الله بې پایلوټه الوتکو په اسرائیلو کښې الوتونه وکړل
(last modified Sat, 02 Nov 2024 23:08:43 GMT )
Nov 03, 2024 03:38 Asia/Kabul
  • د حزب الله بې پایلوټه الوتکو په اسرائیلو کښې الوتونه وکړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله بې پایلوټه الوتکو د نیواکي ټاټوبو په فضا کښې الوتونه وکړل او د اسرائلو د نسل وژونکي رژیم هوايي دفاع سیسټم د دغو الوتکو په مخه نیولو کښې ناکامه شو.

په عین حال کښې د صهیونیسټ رژیم رسنیو د روان میلادي کال په تیرې اکتوبر میاشت کښې له لبنان څخه په نیواکي ټاټوبو( اسرائیلو) باندې د څلور زره او شپږسوه توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړ.

د اسرائیلو رسنیو دغه راز راپور ورکړ چې دغه رژیم په تیره میاشت کښې د لبنان د جنوب په جبهې کښې زیات تاوانونه زغملي دي.

د اسرائیلو «یدیعوت احارنوت» ورځپاڼې د اسرائیلو اته اتیا پوځیانو وژل کیدا ته په اشارې سره ولیکل دا یوازې په تیرې اکتوبر میاشت کښې له حزب الله سره د جنګ بیه وه او له دغو ټولو تاوانونو سره سره اوس هم لسګونو اسرائیلیان په غزې تړانګه کښې بندیان دي.

بلې  خوا د لبنان د روغتیا وزارت وویل چې د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له درویشتمې نیټې راهسې د هیواد د جنوب په بیلابیلو سیمو باندې د صهیونیسټ رژيم د پراخو حملو او بمباریو له کبله د شهیدانو شمیر دوه زره نهه سوه اته شپیت  کسانو ته رسیدلی  او دیارلس زره  درې سوه نولس کسان ژوبل شوي هم دي.

امریکا ، بریتانیا، فرانسه ، جرمني، اسټرالیا ، متحده عربي امارات، بحرین، اردن ، ترکیه، اذربایجان جمهوریت او ځینې نور اروپايي او عرب هیوادونه د فلسطین او د لبنان د خلکو پرضد حملو کښې له اسرائیلو سره وسله والې، استخباراتي او پوځي مرستې کوي.