نن ایراني سپوږمکۍ کوثرا و هدهد فضا ته وتوغول شوی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i153916-نن_ایراني_سپوږمکۍ_کوثرا_و_هدهد_فضا_ته_وتوغول_شوی
د سحاب شبکې د خبر له مخې، دا دوه سپوږمکۍ د پوه بنسټه لومړنۍ سپوږمکۍ دی چې سل په سله د خصوصي برخی د متخصصینو له خوا ډیزاین او جوړې شوې دي.
(last modified 2024-11-05T04:10:46+00:00 )
Nov 05, 2024 03:44 Asia/Kabul
  • نن ایراني سپوږمکۍ کوثرا و هدهد فضا ته  وتوغول شوی

د سحاب شبکې د خبر له مخې، دا دوه سپوږمکۍ د پوه بنسټه لومړنۍ سپوږمکۍ دی چې سل په سله د خصوصي برخی د متخصصینو له خوا ډیزاین او جوړې شوې دي.

کوثر سپوږمکۍ د کرنې، طبیعي سرچینو مدیریت، د چاپیریال څارنه او د بحران مدیریت کې کارول کیږي.

هود هود سپوږمکۍ هم  د مخابراتي سپوږمکۍ په توګه کارول کیږي چې د شیانو د انټرنیټ ملاتړ کولو وړتیا لري ترڅو په لیرې پرتو سیمو کې اړیکې رامینځته کړي.

د ایران د فضایي ادارې د مشر "حسن سالاريه" په وینا، دغه سپوږمکۍ د دې وړتیا لري چې په څېړنیزو او سوداګریزو پروژو کې وکارول شي او په ځانګړې توګه د کوثر سپوږمکۍ د چاپېریال د بدلونونو او طبیعي زېرمو په تحلیل او څارنې کې د یوې دقیقې وسیلې په توګه کار کولای شي.

دا دوه سپوږمکۍ د روسیې "ویستوچني" فضایي اډې څخه د سویوز لانچر موټر لخوا توغول شوي