روسیه د امریکا له نوي ولسمشر ټرمپ سره خبرواترو ته چمتو ده
(last modified Fri, 08 Nov 2024 07:06:55 GMT )
Nov 08, 2024 11:36 Asia/Kabul
  • روسیه د امریکا له نوي ولسمشر ټرمپ سره خبرواترو ته چمتو ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې او زیاتوي چې مسکو له هغه سره خبرواترو ته چمتو دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، پوتین پرون د سوچي په نړیوال فورم کې د ټاکنیز کمپاین پرمهال د ټرمپ د وژل کېدو هڅې ته په اشارې نوموړی یو «زړور سړی» بللی.

د روسیې ولسمشر ویلي، ټرمپ چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین پرمهال د اوکراین او له روسیې سره د اړیکو بیارغونې په هکله کومې خبرې کړې وې، د پاملرنې وړ دي.

ولادیمیر پوتین څرګنده کړې ده: «هغه څه چې له روسیې سره د اړیکو د بیارغونې او په اوکراین کې د کړکېچ پای ته رسونې په تړاو ویل شوي، زما په اند، لږ تر لږه د پاملرنې وړ دي.»

هغه له ټرمپ سره د لیدنې د وړاندیز په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: « د ټرمپ حکومت د لېوالتیا په صورت کې چمتو دی چې له هغه سره خبرې‌اترې له سره پېل کړي.»

له دې مخکې ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال

ویلي و چې د ټاکل کېدو په صورت کې کولای شي د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د اوکراین سوله ټینګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي و چې مسکو ته دا مهمه نه ده چې د امریکا د ټاکنو پایلې به څه وي.