د فلسطین مقاومت ډلو د اسرائیلو رژيم ته خبرداری ورکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې شهید عزالدین قسام غونډ ویاند «ابو عبیده »له مارچ میاشتې راهسې تراوسه په خپل لومړي تصویري پیغام کښې اسرائیلو رژيم ته خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ
د فلسطین مقاومت ډلې چمتو دي چې ستومانه کونکي جنګ ته په ځانګړیو عملیاتو او د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو د نیولو لپاره په هڅې سره دوام ورکړي او تل اویو د جنګ په دوام سره باید په تابوتونو کښې د خپلو ډیرو پوځیانو د مړیو په تمه ووسي.
هغه وویل له مقاومت ډلو سره د ترسره شوي موافقې په هکله د ژمنې د ماتولو او د موافقې له خلاف ورزۍ کولو وروسته د دښمن د تیریو د له سره پیلیدا څلور میاشتې تیرې شوي دي.
ابو عبیده په دې خبرې سره چې په دې موده کښې په سلګونو صهیونیسټ پوځیان مړه یا ژوبل شوي دي او زرګونو نور هم له رواني شوکونو او دماغي ناروغیو سره مخ شوي دي وویل زمونږ مبارزانو د خپل ملت د تاریخ له ترټولو اوږد جنګ څخه له ترلاسه شویو درسونو په استفادې سره نوي تاکتیکونه او رودې کارولي دي او بریالي شوي دي چې دښمن شوکه کړي.
د فلسطین د حماس غورځنګ د پوځي څانګې عزالدین قسام غونډ ویاند ابو عبیده ایشوا کړه چې د مقاومت مباررانو په تیرو اونیو کښې د صهیونیسټ پوځیانو د نیولو د عملیاتو د ترسره کولو لپاره هڅې کړي دي.
هغه وویل د غزې مقاومت نن سبا د هغو ملتونو لپاره چې د نیواکګرۍ په مقابل کښې جنګیږي په اوس مهاله تاریخ کښې تر ټولو ستره پوځي مدرسه ده.
ابو عبیده ټینګار وکړ چې مقاومت ډلې له نیواکګرو اسرائیلو سره د اوږدې مودې ستومانه کونکي جنګ د دوام لپاره بشپړه چمتووالی لري او د خاصو عملیاتو د اجرا کولو لپاره د مقاومت ډلو فیصله او د اسرائیلي پوځيانو د نیولو لپاره کوشش د قسام غونډ د اوسنۍ سټراټيژۍ یوه برخه ده.
ابو عبیده وویل د اسلامي هیوادونو مشران او شخصیتونه په خپلې چوپتیا سره د هغو لسګونو زره بې ګناه خلکو د وینې مسوول دي چې په فلسطین کښې وژل شوي او د فلسطین خلک وږي او تږي دي او درمل نلري.