د مقاومتی مبارزانو په حملو کې اوه اسرائیلی پوځيان هلاک شوي
سحاب – د فلسطین مقاومتي مبارزانو په یولړ حملو کې د جنایتکار اوتیریګر صهیونیستي رژيم اوه پوځیان هلاک کړي دي.
سحاب چینل د مهر خبری آژانس له قوله راپور و رکړی، د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس د پوځي څانګې القسام کنډکونو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي،دغزې تړانګې په شمال کې په بیت لاهیا کې په یوه کور کې د صهیونیسټي پوځیانو یوه اوه کسیزه ډله په راکټ لانچر شیشت کې راوستی اوبیا ئې ورباندې ناتار برید کړی چې په ټکه ئې هلاک کړي دي.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، مقاومتي مبارزانو د صهیونیستي پوځيانو یو مرکاوا ډوله ټانک هم دجبالیا کیمپ په لویدیځ کې له الفاخوره ښونځې سره نزدې په یاسین ۱۰۵ډوله توغندي سره په نښه کړ او په ټکه ئې داور په لمبو کې پټ کړ. همداراز دغو مبارزانو داسرائيلو د پلي ځواک یوه ډله هم په دوو راکت لانچرو سره په شیشت کې راوستې چې له امله ئې یو شمیر صهیونیسټان هلاک او ټپیان شوي دي.
صهیونیسټي سرچینو هم په همداوروستیو کې وئيلي دي، دنومبر میاشت له لومړیو راهسې تر دولسمې نیټې پورې پنځلس پوځيان وژل شوي دي.