د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ د اسرائیلو په جنګ وزارت بریدونه وکړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په تل اویو کښې د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزارت په مرکز باندې د بې پایلوټه الوتکې د حملو خبر ورکړ.
حزب الله په یوې بیانیې کښې وویل اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله په غزې کښې د فلسطین د ثابت قدمه ملاتړ په ملاتړ او د لبنان او د هغه د ملت د دفاع په لړ او د خیبر د عملیاتو د ټولګې او د لبیک یا نصر الله په غږ سره پرون له غرمې وروسته د لومړي ځل لپاره په تل اویو ښار کښې په الکریاه اډې باندې د بې پایلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
حزب الله وویل په دغو حملو کښې د حزب الله ځان وژونکي بې پایلوټه الوتکې په دقت سره په هدفونو ولګیدې.
د لبنان د حزب الله غورځنګ بیانیه وايي الکریاه اډه د اسرائیلو د جنګ وزارت، د پوځ لوی درستیزوالی ، د جنګ د اداره کولو کوټه او د صهیونیسټ ريژم د پوځ د هوايي ځواک د پوځي څارنې او د کنټرول اداره ده.
د لبنان حزب الله دغه راز د خیبر د عملیاتو د لړۍ او د «لبیک یا نصر الله» په شعار سره د «عفوله» ښار په لویدیځ کښې د صهیونیسټ رژيم په عاموس اډې باندې د بې پایلوټه الوتکو برید وکړ.
بل خبر دا چې د لبنان د حزب الله د جنګي اطلاعاتو مرکز د «فادي شپږ» په نوم د توغندي او د هغه د جنګي مشخصاتو او پوځي وړتیاو تصویرونه خپاره کړل.
د حزب الله فادي شپږ ډوله توغندی درې سوه دوه میلیمیټره قطر لري او د جنګي خولۍ وزن یې یوسل څلویښت کلوګرامه ده او واټن یې درې سوه پینځویشت کلومیټره دی او ټول ټال وزن یې شپږ سوه پنځوس کلوګرامه دی.
دغه یو له ځمکې څخه ځمکې ته ویشتونکی تاکتیکی توغندی دی چې په هدف باندې لګیدا کښې کمه غلطۍ لري او دغه توغندی د دښمن په قلمرو کښې د عملیاتو د لمن د پراخولو لپاره استعمالیږي او دغه توغندی له ثابت او متحرکو پلیټ فارمونو څخه د توغولو وړتیا لري او په جامدو مرکبو سونګو سره کار کوي.
فادي شپږ ډوله توغندی له پرون ورځې څخه د صهیونیسټ رژيم پرضد د جنګ ډګر ته ورداخل شوی دی.
له دې سره په یووخت د صهیونیسټ رژیم رسنیو د نیواکي ټاټوبو د پاسه د لبنان د حزب الله د بې پایلوټه الوتکې د الوت خبر ورکړ.
د حزب الله د دغه بې پایلوټه الوتکې په مخه نیولو کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځ د جنګي الوتکو او هیلي کوپټرونو هڅې ناکامه شوي وې.