د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره زموږ اړیکې دوام لري
(last modified Fri, 15 Nov 2024 10:40:18 GMT )
Nov 15, 2024 15:10 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره زموږ اړیکې دوام لري

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت او د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس ترمنځ اړیکې او تعامل له کوم خنډ پرته دوام لري.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي وویل: د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ایران د تعلقاتو چوکاټ، محافظتونه او د این پي ټي تړون دی او موږ هغه ته پابند یو.   

اسلامي ټینګار وکړ: آژانس هم په دې لړ کې د ایران له اټومي پروګرام څخه څارنه کوي.

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر له «رافایل ګروسي» سره له کتنې او خبرو وروسته زیاته کړه: تر اوسه آژانس نه دی توانیدلی داسې دلیل راوړي چې ایران له خپل اټومي پروګرام څخه انحراف ولري او یا دا چې پروګرام یې مطابقت ونه لري.

اسلامي څرګنده کړه: د ایران په خلاف د آژانس ادعاګانې او هغه پلمې چې دوی د ایران په خلاف راپورته کړي او د ایران په وړاندې یې په زیات فشار سره روا ګڼلي دي، په هغو مسلو کې رېښه لري چې د منافقینو او موساد په ګډون د ایران دښمنانو جوړې کړي دي.

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر څرګنده کړه: آژانس باید تل د تخنیکي مسائلو په اړه خپله بې طرفي وساتي او موږ تل آژانس ته دغه یادونه کوو.

اسلامي زياته کړه: آژانس مکلف دی چې په هرو درېيو مياشتو کې د حکامو شورا ته او په هرو شپږو مياشتو کې د امنيت شورا ته په ايران کې د محافظت او برجام د اجرا په اړه رپوټ ورکړي.