د افغانستان د غوري سمنټو فابریکو تولید ۷۰۰ ټنه ته لوړ شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i168722-د_افغانستان_د_غوري_سمنټو_فابریکو_تولید_۷۰۰_ټنه_ته_لوړ_شوی
د افغانستان د ملي پراختیا شرکت ويلي چې، بغلان کې د غوري سمنټو فابریکو پخوا په ورځ کې شاوخوا ۱۵۰ ټنه تولید درلوده، خو اوس ورځ کې تر ۷۰۰ ټنه تولید لري.
(last modified 2025-12-23T00:31:11+00:00 )
Dec 23, 2025 04:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان د غوري سمنټو فابریکو تولید ۷۰۰ ټنه ته لوړ شوی

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت ويلي چې، بغلان کې د غوري سمنټو فابریکو پخوا په ورځ کې شاوخوا ۱۵۰ ټنه تولید درلوده، خو اوس ورځ کې تر ۷۰۰ ټنه تولید لري.

د دغه شرکت په وینا، پخوا د غوري سمنټ فابریکو تولیدي چارې د یو شمېر ستونزو له امله درېدلې وې او یا یې هم په ورځ کې تر ۱۵۰ ټنه تولید درلود، خو کله چې د یادو فابریکو چارې ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوې، اوس یې د ورځنۍ تولید کچه تر ۷۰۰ ټنو رسېږي.

د راپورونو پر اساس، د دغو فابریکو د درېیمې نوې فابریکې په فعالیت سره به په ورځني ډول د سمنټ تولید ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.

د غوري سمنټ فابریکو د درېیمې نوې فابریکې د جوړولو چارې د روان کال د وږي پر ۹مه د ۸۶ اعشاریه ۷ میلیون ډالرو په ارزښت پیل شوې او چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د افغانستان حکومتي چارواکي وايي، د غوري سمنټ فابریکې په افغانستان کې د سمنټ د تولید سترې فابریکې دي او د درېیمې فابریکې د چارو په پیلېدو سره به د کورني تولید ظرفیت لوړ شي، د وارداتو اړتیا به راټیټه او د سمنټ بیې ثابتې پاتې شي او همداراز اقتصاد به هم ورسره وغوړېږي.

د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې ودانیزو چارو کې لا هم د ګاونډیو هېوادونو وارداتي سمنټ کارول کېږي او کورنی تولید دومره نه‌دی چې د دې هېواد اړتیاوې پوره کړي.