د ایران په بیا بایکاټ سره د اروپا سمبولیکه ډرامه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154426-د_ایران_په_بیا_بایکاټ_سره_د_اروپا_سمبولیکه_ډرامه
د ایران په خلاف د اروپایی اتحادیې او انګلستان د نویو بندیزونو له اعلان سره سم د اتلانتیک شورا پوهنکور اعتراف وکړ چې د نویو بندیزونو لګول سمبولیک دی او د ایران په کارونو کښې به د زیاتې ګډوډۍ سبب نه شی.
(last modified 2024-11-19T07:53:20+00:00 )
Nov 19, 2024 12:19 Asia/Kabul
  • د ایران په بیا بایکاټ سره د اروپا سمبولیکه ډرامه

د ایران په خلاف د اروپایی اتحادیې او انګلستان د نویو بندیزونو له اعلان سره سم د اتلانتیک شورا پوهنکور اعتراف وکړ چې د نویو بندیزونو لګول سمبولیک دی او د ایران په کارونو کښې به د زیاتې ګډوډۍ سبب نه شی.

د ایران په خلاف د لویدیځو هیوادونو د دښمنانه اقداماتو په دوام کی، اروپایی اتحادیې او انګلستان د دوشنبې په ورځ د اوکراین په شخړه کښې د ایران د لاس لرلو د بې اساسه ادعاګانو په پلمه د ایران د اسلامی جمهوریت د شپینګ ګروپ او د دغه شرکت په اجرایی مشر بندیزونه ولګول.

د اروپایانو دا دښمنانه کړنې په داسې حال کې دي چې د اتلانتیک شورا د پوهنکور  کمیټې دغه بندیزونه بې اغیزې بللي او زیاته کړې یې ده چې امریکا نه ده توانیدلې د بندیزونو نیمګړتیاوې بندې کړي او د ایران د تیلو د خرڅلاو مخه ونیسي.

البته د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د بندیزونو د سیاستونو اجرا له دې مخکې هم څو ځله د اروپایی اتحادیې د غړیو هېوادونو له خوا ترسره شوې ده، د بېلګې په توګه په دې وروستیو کښې درې هوایی شرکتونه د ایران ایر، ماهان ایر او ساها د اروپايي اتحادیې او انګلستان لخوا د  بندیزونو  په نوملړ کښې شامل شول.

اروپايي هېوادونه  په داسې حال کې پر ایران د فشار راوړلو لپاره د بندیزونو سیاستونه د اجنډا په سر کې لري چی ایران له کلونو راهیسې د امریکا له  بندیزونو سره مخامخ  دی. دغه بندیزونه وروسته له هغه نوي او بې ساري اړخونه غوره کړل چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې تیرې دورې په موده کې له برجام  ووته  او د ایران پر ضد یې د زیات  فشار کمپاین پیل کړ چې د اوسني ولسمشر جو بایډن  په اداره کې دوام لري.

 په دې برخه کې د غور وړ موضوع له دغو یو اړخیزو او غیر قانوني بندیزونو سره په مقابله کې د ایران بریالیتوب او مقاومت دی. په حقیقت کښې له ټولو بندیزونو سره سره د ایران اسلامی جمهوریت توانیدلی دی چې د ګاونډیتوب سیاست، له ختیځ سره د اړیکو پراخول، د مقاومتی اقتصاد او د کورنیو ظرفیتونو د تکیه په شان اقداماتو سره د حالاتو د کنټرولولو توان ولری. د امریکا د خزانې وزیرې  جینټ ییلن د ۲۰۲۳ کال د مارچ په وروستیو کې اعتراف وکړ چې د ایران په ضد د واشنګټن بندیزونه له  هغه څه  ډیر کم  اغیزمن دي چې وړاندوینه یې شوې وه او دا د ایران په پالیسۍ او چلند کې د بدلون لامل نه شو لکه څنګه چې امریکا تمه درلوده.

د ایران د تیلو سکتور یو له مهمو سکتورونو دی چې تل د بندیزونو هدف دی، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې وروستیو کې اعتراف وکړ: مونږه  هره ورځ هڅه کوو چې د ایران له مالي سرچینو سره مقابله  وکړو، خو بریالي نه شوو چی  د دې هیواد لخوا د تیلو د پلور مخه ونیسو . ایرانیان د بندیزونو د مخنیوي لپاره ډیره هڅه کوي او مونږ د دې مخنیوي لپاره هر څه کوو، خو د ایران د تیلو د پلور مخه نه شو نیولی.

 په حقیقت کې لویدیځ هیوادونه پخپله پوهیږي چې په وروستیو کلونو کې ایران نه یوازې د مقاومتي اقتصاد، پر ځان بسیا کیدو، په سیمه ییزو پو هې  په  تکیه کولو، د نویو سوداګریزو شریکانو په موندلو او د چین  او روسیې په ګډون له ختیځ سره د اړیکو په پراخولو سره نه یوازې  د بندیزونو اغیزې شنډې  کړي دي بلکې په ډیرو موردونو کې د ځان د غوړیدا او صادراتو د زیاتوالي تجربه هم لري. څه موده مخکې د «ملي ګټو» مرکز په یوه راپور کې د بایډن د ادارې د بندیزونو د سیاستونو ناکامۍ او د ایران د تیلو د عایداتو زیاتوالي ته په اشارې سره ولیکل: د ایران د تیلو د صادراتو په اړه د انرجۍ د اطلاعاتو د ادارې (EIA) راپور یو بې ساری و. د اوباما او بایډن د بندیزونو د ناکامۍ د ترخې تجربې یادونه په تیرو څلورو کلونو کې د تېلو له صادراتو څخه د ایران عاید څلور چنده شوی چې په 2020 کې له 16 میلیارد ډالرو په 2023 کې 53 میلیارد ډالرو ته رسیدلی.

له همدې امله د اروپايي ټولنې او بريتانيا وروستي بنديزونه په داسې حال کې لګول شوي، چې د لويديځو حلقو په اعتراف سره، د ايران د توان په پام کې نيولو سره، له دغو بنديزونو سره د مقابلې لپاره بايد يو سمبوليک اقدام وګڼل شي، چې د ايران پر اقتصاد لږ اغېز لري.