ایران د لبنان مظلومو خلکوته  لس زره ټنه ولسی مرستې لیږی
(last modified Wed, 20 Nov 2024 00:41:48 GMT )
Nov 20, 2024 05:11 Asia/Kabul
  • ایران د لبنان مظلومو خلکوته  لس زره ټنه ولسی مرستې لیږی

د ایران د اسلامی جمهوریت د سرئې میاشتې ټولنې  مشر  ووئيل، د ایران سرې میاشتې ټولنه  به ډیر زر  د لبنا ن له خلکو سره د ایران د ولس له مرستو لس زره ټنه  مرستې دغه هیواد ته ولیږدوي.

زمونږخبریال  راپور راکوي ، د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مشر پير حسین کولیوند  پرون ناوخته په یولړ دستورو کې  په فلسطین او لبنان  باندې د صهیونیستي وحشی رژيم   له تیریو سره د مقاومتي چورلیز کلکې مقابلې ته په اشارې سره ووئيل، د ایران د سرې میاشتې  اویا زره ځوان وګړو او  ددغې ټولنې  درملنې او مرستو د مختلفو څانګو متخصصانو ددغو سیمو له مظلومو خلکو سره د مرستو په  خاطر د لیږلو لپاره چمتووالی ښودلی او نامې ئې لیکليۍ دي.

د ایران د سرې میاشتې  دټولنې د مشر په وینا،د ایران ولس تراوسه پورې  له مقاومتي جبهې سره  څه دپاسه  درې سوه میلیارډ تومانه نغدې مرستې  د سرې میاشتې ټولنې ته  رسولي دي او دغه ډالۍ  به  جنګ ځپلو او کډوالو ته  ولیږدول شي. د ایران د  سرې میاشتې  د ټولنې مشر  د  فلسطینیو او لبنانیو جنګ ځپلو او  او کډوالو  اړتیاوې ، درمل، وچې شیدې  او خوراکی  او موسمي  اړتیاوې  وبللې او زیاته ئې کړه ، دایران ولس د فلسطین او لبنان کډوالو  او جنګ ځپلو سره   ښې مرستې کړي او ډالۍ شوي شیان به  په لومړني فرصت کې   جنګ ځپلو ته ډالۍ شي.