امریکې یوځل بیا په غزه کښې د اوربند پریکړه لیک وټو کړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154486-امریکې_یوځل_بیا_په_غزه_کښې_د_اوربند_پریکړه_لیک_وټو_کړ
امریکې د اسرائیلو له رژیمه د ملاتړ په لړ کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د لسو غیردائمي غړو د پریکړه لیک هغه مسوده یوځل بیا وټو کړه چې په غزې کښې یې سمدستي او بې له قیدوشرطه د اوربند او د ټولو اسیرانو د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې وه.
(last modified 2024-11-20T23:16:10+00:00 )
Nov 21, 2024 03:42 Asia/Kabul
  • امریکې یوځل بیا په غزه کښې د اوربند پریکړه لیک وټو کړ

امریکې د اسرائیلو له رژیمه د ملاتړ په لړ کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د لسو غیردائمي غړو د پریکړه لیک هغه مسوده یوځل بیا وټو کړه چې په غزې کښې یې سمدستي او بې له قیدوشرطه د اوربند او د ټولو اسیرانو د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې وه.

امریکې د اسرائیلو له رژیمه د ملاتړ په لړ کښې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د لسو غیردائمي غړو د پریکړه لیک هغه مسوده یوځل بیا وټو کړه چې په غزې کښې یې سمدستي او بې له قیدوشرطه د اوربند او د ټولو اسیرانو د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې وه.

سحاب شبکې د ایرنا خبري سایټ له قوله لیکلي دي: په هغه رایه اخیستنه کښې چې پرون د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کښې وشوه، د دغې شورا له ۱۵ نه ۱۴ غړو یاد وړاندیزي پریکړه لیک ته مثبت راې ورکړې.

د امنیت شورا هیڅ غړي هیواد دغې مسودې ته حتی سپینه راې هم ورنه کړه خو امریکې په خپلې منفي راې سره هغه وټو کړه.

دا څلورم ځل دی چې امریکا، د اسرائیلو له رژيمه په ملاتړ کښې، په غزې کښې د اوبند د پریکړه لیک مسوده وټو کوي.

د امریکې او ځینو اروپايي هیوادونو په ملاتړ او ملګرتیا سره په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کښې تراوسه نزدې ۴۴ زره کسان فلسطینیان شهیدان شوي او له ۹۴ زرو زیات نور هم زخمي شوي دي.