د صهیونیسټ ټروریسټي بانډ ټول مشران باید محاکمه شي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154584-د_صهیونیسټ_ټروریسټي_بانډ_ټول_مشران_باید_محاکمه_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت «ایت الله العظمی سید علي خامنه اي » په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې په عبري ژبې باندې یوې بیانیې کښې د صهیونیسټي جنایتکار او د ترهګر بانډ د ټولو مشرانو په محاکمه کیدا ټینګار وکړ.
(last modified 2024-11-24T02:52:36+00:00 )
Nov 24, 2024 05:48 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ ټروریسټي بانډ ټول مشران باید محاکمه شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت «ایت الله العظمی سید علي خامنه اي » په ایکس اینټرنیټ پاڼې کښې په عبري ژبې باندې یوې بیانیې کښې د صهیونیسټي جنایتکار او د ترهګر بانډ د ټولو مشرانو په محاکمه کیدا ټینګار وکړ.

په عبري ژبه باندې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود په نوي بیانیه کښې چې په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې خپره شوي ده ویل شوي دي د صهیونیسټ جنایتکار او د ټروریسټي بانډ ټول پوځي او سیاسي مشران باید محاکمه شي او تر تعقیب لاندې ورشي.

په هیګ کښې دیره  نړیوالې جنايي محکمي په تیرې پنجشنبې ورځ د یوې وسلې په توګه د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو له لوږې څخه د استفادې کولو او د بشریت پرضد د جنایتونو او د جنګي جنایتونو د ترسره کولو په تور د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر نتانیاهو او د جنګ د پخواني وزیر یواو ګالانټ د نیولو حکمونه ورکړي دي.

دا لومړی ځل دی چي د هیګ نړیواله جنايي محکمه د صهیونیسټ چارواکو د نیولو حکمونه ورکوي.

Image Caption