د تکفیری ډلو حرکتونه د صهیونیسټی رژیم د هدفونو په لړکی دی
زمونږ خبریال د ایرنا له قوله راپور ورکړی چې د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف او د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بری په ټیلی فونی خبرو کښې له اوربند وروسته په لبنان کښې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
محمد باقر قالیباف د دې خبرو په پیل کښې په سوریې کښې د تکفیری ډلو د حرکت په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل: په دې زمینه کښې باید د سیمې حالاتو ته په جدیت او همغږی سره پاملرنه وشی.
هغه دغه راز له دغه اوربند څخه په سرغړونې کښې دصهیونیسټ رژیم اقداماتو ته په اشارې سره زیاته کړه: باید پاملرنه وشی چې د دغه موافقې خلاف ورزۍ د هغوی له خوا یوه عادي خبره نه شی.
ده څرګنده کړه: د ايران اسلامي جمهوريت د لبنان له حکومت، پارلمان، خلکو او مقاومت او د هغوي د پرېکړو ملاتړ کوي.
د لبنان د پارلیمان مشر نبیه بری هم د دغه ټیلیفونی خبرو په دوام کښې د ایران له ملاتړه د قدرونې په ترڅ کښې وویل: د ایران اسلامی جمهوریت له لبنان سره د بې دریغه مرستو په برابرولو کښې مهم رول لوبولی دی. ده زیاته کړه صهیونیسټ رژیم د لبنان په شمول ټوله سیمه او برخلیک تباه کول غواړي.
هغه په دې خبرې سره چې لبنان د ایران د اسلامی جمهوریت په مرستې سره د دغه وحشي ځناور (صهیونیسټ رژيم) مخه نیولې ده، وویل: اوس مهال جنوبي لبنان په ښه حالت کې دي.
د لبنان د پارلمان مشر وويل: اوس مهال يو مليون او درې سوه زره مهاجر راستانه شوي دي.