امریکا د اسرائیلو د نسل کشۍ تورونه بې اساسه وبلل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی امریکا د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په دفاع کولو سره په غزې کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د نسل کشۍ په ترسره کولو کښې د بښنې د نړیوالې موسسې راپور رد کړ او ادعا یې وکړه چې دغه له تور څخه ډک راپور بې اساسه دی.
د امریکا د خارجه وزارت ویاند وډانټ پاټیل پرون وویل مونږ د بښنې د نړیوالې موسسې د راپور له نتیجو سره موافق نه یوو او مونږ مخکې هم ویلي وو او اوس هم وایو چې په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو لخوا د نسل کشۍ د ترسره کولو تور بې اساسه دی.
هغه د بښنې د نړیوالې موسسې راپور له خواشینۍ ډک او له پلویتوب ډک وباله او ادعا یې وکړه امریکا هماغه راز په غزې کښې په جنګ اندیښمنه ده.
د بښنې نړیوالې موسسې پرون په یوه راپور کښې وویل صهیونیسټ رژيم د غزې پرضد د جنګ له پیل راهسې د فلسطینیانو پرضد نسل کشۍ کړي ده او دغه راپور یې د ټولې دنیا لپاره د ویښیدا ټلۍ وبلله.
د بښنې د نړیوالې موسسې مشرې میرمن اګنس کالامار (Agnès Callamard)په غزې کښې د اسرائیلو د جنایتونو د ختمیدا لپاره په صهیونیسټ رژيم باندې د دباو په راوستلو کښې د نړیوالې ټولنې په بې وسۍ او ناتوانۍ باندې سختې نیوکې سره له هیوادونو وغوښتل چې د خواشینۍ له څرګندولو لاس واخلي او قوي او اغیز شیندونکی اقدام ترسره کړي.