امریکا د اسرائیلو د نسل کشۍ تورونه بې اساسه وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154980-امریکا_د_اسرائیلو_د_نسل_کشۍ_تورونه_بې_اساسه_وبلل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی امریکا د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په دفاع کولو سره په غزې کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د نسل کشۍ په ترسره کولو کښې د بښنې د نړیوالې موسسې راپور رد کړ او ادعا یې وکړه چې دغه له تور څخه ډک راپور بې اساسه دی.
(last modified 2024-12-05T22:31:16+00:00 )
Dec 06, 2024 02:53 Asia/Kabul
  • امریکا د اسرائیلو د نسل کشۍ تورونه بې اساسه وبلل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی امریکا د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو په دفاع کولو سره په غزې کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د نسل کشۍ په ترسره کولو کښې د بښنې د نړیوالې موسسې راپور رد کړ او ادعا یې وکړه چې دغه له تور څخه ډک راپور بې اساسه دی.

د امریکا د خارجه وزارت ویاند وډانټ پاټیل پرون وویل مونږ د بښنې د نړیوالې موسسې د راپور له نتیجو سره موافق نه یوو او مونږ مخکې هم ویلي وو او اوس هم وایو چې په غزې تړانګه کښې د اسرائیلو لخوا د نسل کشۍ د ترسره کولو تور بې اساسه دی.

هغه د بښنې د نړیوالې موسسې راپور له خواشینۍ ډک او له پلویتوب ډک وباله او ادعا یې وکړه امریکا هماغه راز په غزې کښې په جنګ اندیښمنه ده.

د بښنې نړیوالې موسسې پرون په یوه راپور کښې وویل صهیونیسټ رژيم د غزې پرضد د جنګ له پیل راهسې د فلسطینیانو پرضد نسل کشۍ کړي ده او دغه راپور یې د ټولې دنیا لپاره د ویښیدا ټلۍ وبلله.

د بښنې د نړیوالې موسسې مشرې میرمن  اګنس کالامار (Agnès Callamard)په غزې کښې د اسرائیلو د جنایتونو د ختمیدا لپاره په صهیونیسټ رژيم باندې د دباو په راوستلو کښې د نړیوالې ټولنې په بې وسۍ او ناتوانۍ باندې سختې نیوکې  سره له هیوادونو وغوښتل چې د خواشینۍ له څرګندولو لاس واخلي او قوي او اغیز شیندونکی اقدام ترسره کړي.