د صهیونیسټ رژيم له سلطه غوښتنې د امریکا ملاتړونه:-
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155036-د_صهیونیسټ_رژيم_له_سلطه_غوښتنې_د_امریکا_ملاتړونه
د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ په رسمي ډول د کار د پیلیدا وخت ته په نږدې کیدا سره د اسرائیلو له سلطې غوښتنو څخه د ملاتړ لپاره د واشنګټن پلانونه او دسیسې هم زیاتې شوي دي.
(last modified 2024-12-08T02:45:27+00:00 )
Dec 07, 2024 15:26 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژيم له سلطه غوښتنې د امریکا ملاتړونه:-

د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ په رسمي ډول د کار د پیلیدا وخت ته په نږدې کیدا سره د اسرائیلو له سلطې غوښتنو څخه د ملاتړ لپاره د واشنګټن پلانونه او دسیسې هم زیاتې شوي دي.

په تیرو اونیو کښې د ډونالډ ټرامپ د سلاکارانو او د نږدې کسانو لخوا د اسرائیلو د سلطه غواړو پلانونو او د نیواکګرۍ ملاتړ په یوه چورلیزې موضوع بدل  شوی دی او هغوې له بیلابیلو اړخونو په دغو چارو خبرې کوي.

یوه مهمه موضوع چې د ټرامپ ډیرې نږدې کسان  او سلاکاران ورباندې ټینګار کوي له اسرائیلو  سره د  لویدیځې غاړي د یوځاې کولو موضوع ده.

په تر ټولو نوي دریځ نیونه کښې د امریکا د ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې غړي «ټام کاټن» د لویدیځې غاړې د نوم د بدلولو لپاره یو پلان وړاندی کړی دی.

هغه په خپل پلان کښې د امریکا په ټولو رسمي سندونو او مدرکونو کښې د لویځې غاړی له یهودي نومونو «یهودا» او «سامره» نومونو د استفادې کولو غوښتنه کړي ده.

له دې مخکې په نیواکي فلسطین کښې د امریکا نوي سفیر «مایک هاکايي» هم ویلي وو د ډونالډ ټرامپ حکومت د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو لپاره د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو د حکومت د هر ډول پلان او پروګرام او په دغه سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم د واکمنۍ د اعمالولو  ملاتړ کولو ته چمتو دی.

د اسرائیلو په نوم د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال له نیواکي ټاټوبو سره د لویدیځې غاړې د دیرش فیصده برخې د یوځاې کولو  پلان د پیړۍ د معاملې د نژاد پرستانه پلان په چورلیزونو کښې شامل دی چې د ټرامپ د ولسمشرۍ په مخکني پړاو کښې امریکا د هغه د اجرا کولو غوښتونکي وه او همدا اوس د ټرامپ ځینو سلاکارانو د دغه پلان د اجرايي کولو خبره کړي ده.

په حقیقت کښې په امریکا کښې د اسرائیلو لابۍ  اوس مخکې څخه زیات د ټرامپ د ملاتړ او د ملګرتیا د جلبولو لپاره هڅه پیل کړي ده او  کوشش کوي چې شرایط د اسرائیلو په ګټه بدل کړي.

په لویدیځې غاړې کښې د ډیرو سیمو نیول د دوې یوه تر ټولو مهمه غوښتنه ده.

داسې موضوع چې نه یوازې د فلسطینیانو او د فلسطین د ملاتړو لپاره بلکې د نړیوالو قوانینو له نظره هم د منلو وړ نه ده.

اسرائیلو په تیرو کلونو کښې د امریکا په هراړخیزه ملاتړونو سره په ختیځ قدس او لویدیځه غاړه کښې په نیول شویو سیمو کښې د ښارګیو د جوړولو کار په بې مخینې ډول چټک کړی دی.

دغه راز د اسرائیلو د لومړي وزیر نتانیاهو په کابینې کښې سرزوري ښي پالې ډلې هم له تیر میلادي کال راهسې د لویدیځې غاړې په رسمي ډول له صهیونیسټ رژيم سره د یوځاې کولو سیاست په جدي او ښکاره ډول په خپلې اجنډا کښې شامل کړی دی چې له یوې خوا د غزې جنګ او د فلسطینیانیو اوسنیو شرایطو او له بلې خوا د  امریکا سیاسي شرایطو او د ټرامپ د ولسمشر جوړیدا همدا اوس د نیواکګرانو لپاره د دغه ځمکې د غصب کولو لپاره ډیر فرصت برابر کړی دی.

د صهیونیسټ رژیم د مالیې وزیر «بتسئلیل اسموتریچ» په دې زمینه کښې هیله څرګنده کړه چې د امریکا د نوي حکومت په څنګ کښې په لویدیځه غاړه کښې چې د غزې تړانګه هم پکښې راځي د مدني ادارې د لغو کولو لپاره ستر فرصت وجود ولري.

هغه دغه راز په امریکا کښې د اسرائیلو له سفیر سره سلامشورې ته اشاره وکړه او ویې ویل دوې هڅه کوي چې حقیقي بهیر له همدې ځایه رامینځته کړي.

اسموتریچ دغه راز د لویدیځې غاړي د ځمکو د اوویشت زره ډونم د نیولو خبر ورکړ چې په نولس سوه دوه نویم میلادي کال کښې د اوسلو د موافقې له وخت راهسې په دې زمینه کښې تر ټولو ستر اقدام ګنل کیږي.

په حقیقت کښې همدا اوس د اسرائیلو چارواکي هڅه کوي په لویدیځې غاړې کښې خپلو سلطه غواړو او نیواکګرانه نیتونو ته عملي جامه وروغوندي.

دا په داسې حال کښې دي چې د فلسطین حماس غورځنګ په دې هکله ټینګار کړی دی: چې د ښارګیو د پراخولو او د لویدیځې غاړې د کلیو او د ښارونو پرضد د ښارګي میشته خلکو د تیریو سیاست د صهیونیسټانو لپاره ډیر خطرناک دی ځکه چې د فلسطین خلک به په خپل مقاومت او پایدارۍ سره د الحاق او د صهیونیسټانو د کوچولو پلانونه له ماتي  سره مخامخ کړي.

پر دې اساس که څه هم د ډونالډ ټرامپ په انتخاب سره صهیونیسټ رژیم له مخکې څخه زیات د خپلو تیریګرو سیاستونو تحقق ته هیله من شوی دی خو تاریخ ښودلي ده چې د فلسطین ملت به د دغه ټاټوبي د اصلي خاوندانو په توګه هیڅکله دغو دسیسو او سیاستونو ته تسلیم نشي او هماغه ډول چې حماس غورځنګ ټینګار کړی دی لویدیځه غاړه د نیواکګرانو تر ختمیدا پورې د انقلاب او د غصې اتش فشان دی.