اسلامي ایران له سوریې څخه خپل پوځي سلاکاران نه دي ایستلي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155060-اسلامي_ایران_له_سوریې_څخه_خپل_پوځي_سلاکاران_نه_دي_ایستلي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د ملي امنیت کمیسیون یوه غړي وویل چې ایران له سوریې څخه خپل پوځي سلاکاران نه دي ایستلي.
(last modified 2024-12-08T01:24:09+00:00 )
Dec 08, 2024 05:44 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران له سوریې څخه خپل پوځي سلاکاران نه دي ایستلي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د ملي امنیت کمیسیون یوه غړي وویل چې ایران له سوریې څخه خپل پوځي سلاکاران نه دي ایستلي.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون غړي« رضا زاده» د سوریې د بدلونونو په هکله وویل: هغه خبرونه چې له سوریې څخه مونږ ته رارسیږي له  بده مرغه ښه خبرونه نه دي او یو څه اندیښمنونکي دي.

هغه وویل وړمه شپه د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي لاریجاني په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره کتنه کړي وه.

رضا زاده په دوام کښې په دې خبرې سره چې د سوریې د کړکیچ په هکله د روسیې له حکومت سره یوشمیر خبرې شوي دي او دغه راز یوشمیر اقدامات د ترسره کیدا په حال کښې دي وویل مونږ هیڅکله په دمشق کښې د ایران له سفارت څخه خپل پوځي سلاکاران نه دي ایستلي او مونږ هماغه راز په سوریې او دمشق کښې شتون لرو.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون غړي رضا زاده له سوریې څخه د ولسمشر بشار اسد او د هغه د کورنۍ د وتلو په هکله د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې اعتراف وکړ دغه موضوع رښتیا نه ده او وړمه ورځ د اسلامي انقلاب ستر لارښود سلاکار علي لاریجاني په دمشق کښې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره کتنه کړي وه.