په سورئې کې دې ددینونو د سپيڅلتیاؤ احترام وشي
(last modified Thu, 12 Dec 2024 08:16:54 GMT )
Dec 12, 2024 12:46 Asia/Kabul
  • په سورئې کې دې ددینونو د سپيڅلتیاؤ احترام وشي

د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس  په  یوه پیغام کې په سورئې کې ټول دینونه متقابل احترام  ته وبلل.

زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ،  د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس د  وسلوالو اعتراض کونکو ډلو  په وسیله  په سورئې کې د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا درې ورځې وروسته  پرون  په یولړ څرګندونو کې   په دغه هیواد کې د ټولو دینونو دمتقابل احترام غوښتنه وکړه.

هغه  په واټیکان مرکز کې پخپلې اونیزې ونیا کې هیله وښودله ، د سورئې ملت په دغه هیواد کې په امنیت او سلامتیا کې ژوند وکړي او  مختلف دینونه  د هغه ولس لپاره چې  له یوه ډیر اوږده جنګه ترکلونو پورې کړیدلی ، د خیر د تحقق په لړ کې د  یوه بل ترڅنګ په متقابل  احترام او صداقت سره ګام پورته کړي.

پاپ فرانسیس  همداراز په  سورئې کې د وحدت او یووالي د ساتنې او د ثبات د پیاوړتیا او دغه راز  له نښتو او  ددغه هیواد له ویشل کیداد لیریکیدا لپاره د سیاسی حل موندلو غوښتنه وکړه.

هغه همداراز  دهغو وسلوالو مخالفانو څخه  چې د بشار اسد حکومت ئې نسکور کړی وغوښتل ، په سورئې کې دې ثبات محقق  او داسې حکومت وکړي څو په دغه هیواد کې د ملی اتحاد سبب شي.