ایران، ارمنستان او هند دویمه درې اړخیزه سلامشوره وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155242-ایران_ارمنستان_او_هند_دویمه_درې_اړخیزه_سلامشوره_وکړه
د ایران، ارمنستان او هند د درې واړو هېوادونو پلاویو په نوي ډیلي کې د سلامشورو په ترڅ کې، د شمال-جنوب دهلیز پروژې په چوکاټ کې د نږدې همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د چابهار بندر په رول رڼا واچوله.
(last modified 2024-12-14T01:07:54+00:00 )
Dec 14, 2024 05:34 Asia/Kabul
  • ایران، ارمنستان او هند دویمه درې اړخیزه سلامشوره وکړه

د ایران، ارمنستان او هند د درې واړو هېوادونو پلاویو په نوي ډیلي کې د سلامشورو په ترڅ کې، د شمال-جنوب دهلیز پروژې په چوکاټ کې د نږدې همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د چابهار بندر په رول رڼا واچوله.

په دغه ناسته کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت د جنوبي آسیا د څانګې عمومي مدیر هاشم اشجع زاده، د ایران، پاکستان او افغانستان په چارو کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار جې پي سینګ او د ارمنستان د بهرنیو چارو د وزارت د آسیا او آرام سمندر د څانګې مشرې آناهیت کاراپتیان د درې اړخیزه پلاوي مشري کوله.

د دغو مشورو په ترڅ کې، ارمنستاني لوري د سولې د څلور لارې پلان په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د تېرو درې اړخیزو سلا مشورو د پایلو پراساس چې د 2023 په اپریل کې په ایروان کې ترسره شوې، دواړو خواوو د ارتباطي نوښتونو، په څو اړخیزو فورمونو کې د ګډون او سیمه ایزو بدلونونو په اړه خبرې کړې وې. درې واړو هېوادونو ایران، هند او ارمنستان همدارنګه د سوداګرۍ، سیاحت او کلتوري تبادلې د پراختیا او په عین حال کې، د خلکو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.