د ایران اټومي فعالیت د اټومي اژانس د چوکاټ پراساس دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155282-د_ایران_اټومي_فعالیت_د_اټومي_اژانس_د_چوکاټ_پراساس_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اټومي انرژۍ ادراې مشر «محمد اسلامي» په دې خبرې سره چې تر نن ورځې پورې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس تل د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي
(last modified 2024-12-14T07:08:29+00:00 )
Dec 14, 2024 11:36 Asia/Kabul
  • د ایران اټومي فعالیت د اټومي اژانس د چوکاټ پراساس دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اټومي انرژۍ ادراې مشر «محمد اسلامي» په دې خبرې سره چې تر نن ورځې پورې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس تل د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي

 او د سیف ګارډ په چوکاټ کښې د خپلو څارنو لپاره اټومي مرکزونو ته لاس لرلی دی وویل د ایران اټومي فعالیت د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس له چوکاټ سره سم مخ ته روان دی.

محمد اسلامي نن د څارنې په حوزه کښې د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس وروستۍ موافقې ته په غبرګون کښې د اټومي بریاو د نندرتون د کتنې په څنډه کښې وویل: تراوسه مونږ د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د څارنې لپاره هیڅ خنډ نه دی رامینځته کړی او اټومي اژانس هم له ضوابطو سره سم په خپلې څارنې عمل کوي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي په دوام کښې د ایران د اټومي پروګرام پرضد تحریفات د صهیونیسټ رژيم له سیاستونو سرچینه اخیستونکي وبلل او زیاته یې کړه: دغه رژیم کلونه کلونه کیږي چې د ایران د اټومي فعالیت پرضد پروپاګنډې کوي او د ایران پرضد د دنیا د لمسولو هڅه کوي.