د آذربایجان له ۷۲ مسافرو ډکه الوتکه قزاقستان کې نسکوره شوه
Dec 25, 2024 13:11 Asia/Kabul
د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي چې، د آذربایجان هېواد یوه الوتکه چې ۷۲ مسافر یې روسیې ته لېږدول، د قزاقستان په اکتاو ښار کې نسکوره شوې ده.
دغه الوتکه چې نن چهارشنبه نسکوره شوې، د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ یو شمېر مسافر ژوندي پاتي شوي دي.
د آذربایجان هوايي شرکت هم د دې الوتکې د غورځېدو خبر تایید کړی دی.
د قزاقستان د ټرانسپورټ وزارت ویلي چې د آذربایجان هوايي شرکت ۸۴۳۲ خط الوتکه د آذربایجان له باکو څخه د روسیې د ګروزني پر لور روانه وه.
د دې پېښې د رامنځته کېدو جزئیات او د احتمالي مرګ ژوبلې کره شمېر تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
د قزاقستان د ټرانسپورت وزارت ویلي چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
ټیګونه