یمن به په صهیونیسټ رژيم توغندوي بریدونو ته دوام ورکړي
(last modified Tue, 31 Dec 2024 01:50:57 GMT )
Dec 31, 2024 06:20 Asia/Kabul
  • یمن به په صهیونیسټ رژيم توغندوي بریدونو ته دوام ورکړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي ټینګار وکړ چې په صهیونیسټ رژیم باندې به حملې او د فلسطین له غزې تړانګې ملاتړ دوام ولري.

محمد علي الحوثي په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې یوه پیغام کښې وویل د یمن او د غزې تړانګې د کلابندۍ ، د لوږې او د نیستۍ  او قحطۍ په هکله د ملګروملتونو د امنیت شورا او د ملګروملتونو د سرمنشي اندیښنه باید د عملي اقدام او د تیریګر رژیم  په ښکاره ډول د غندلو سبب شي.

هغه وویل ټینګار کوو چې نړیوالو قوانینو ته احترام د فلسطین په باره کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکوکنو په اجرا سره پیلیږي.

الحوثي وویل د ملګروملتونو امنیت شورا باید د  امریکا ټروریزم او ویره رامینځته کول او د صهیونیسټ رژيم جنایتونه وغندي او دغه اقدام په هغو پیاوړو دلایلو او سندونو باندې په استناد سره چې جنوبي افریقا د هیګ د انصاف نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي دي ترسره شي.

د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي وویل په داډول کولای شو د پایداره ثبات او سولې چې د سیمې د ټولو ملتونو په ګټه دی محافظت وکړ او د یمن دریځ هم په همدې لړ کښې دی.

 د ملګروملتونو امنیت شورا پرون مازیګر په اسرائیلو باندې د یمن د انصار الله غورځنګ په حملو باندې د غور کولو لپاره بیړنۍ غونډه وکړه.

د صهیونیسټ رژیم خارجه وزیر هم مخکې ویلي وو چې په اروپا کښې د دغه رژیم ډيپلوماټیکو پلاویو ته یې ماموریت سپارلی دی چې د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د یمن د انصار الله غورځنګ د نوم د شاملولو لپاره هڅې وکړي.