چینايي هکرانو د امریکا د مالیې وزارت سیسټم هک کړی
Dec 31, 2024 11:28 Asia/Kabul
د امریکا د مالیې وزارت چارواکو ویلي چې یوې هکرې ډلې د یاد وزارت پر سیسټم هکري برید کړی دی. دغه ډله د چین ملاتړ له ځان سره لري او د دوی له کمپیوټرونو يې ډېره ډېټا غلا کړې ده.
د امریکا د مالیې وزارت په حواله رسنیو ويلي چې د مالیې وزارت پر کمپیوټري سيسټم باندې د روانې میاشتې په لومړيو کې برید شوی دی.
د راپور له مخې، هکران توانېدلي چې د مالیې وزارت درې ډوله انټرنيټي خوندیتوب او اسانتیاوو څخه تېر شي، ځان غیر محرمانه اسنادو ته ورسوي او هغه غلا کړي چې چارواکو دا يوه (لویه پېښه) ګڼلې ده.
هکرانو يو پاسورډ ته لاسرسی پيدا کړی چې دا يو امریکايي وګړی دی او هغه د مالیې وزارت سره حساب درلود چې له هماغې لارې هکرانو د مالیې وزارت سيسټم ته ځانونه رسولي او مهم اسناد يې غلا کړي دي.
ټیګونه