ایران په یمن باندې د امریکې او انګلستان بریدونه وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155812-ایران_په_یمن_باندې_د_امریکې_او_انګلستان_بریدونه_وغندل
د ایران اسلامي جمهوریت د یمن په پلازمینې صنعاء باندې د امریکې او انګلستان بریدونه وغندل.
(last modified 2025-01-01T04:47:03+00:00 )
Jan 01, 2025 09:14 Asia/Kabul
  • ایران په یمن باندې د امریکې او انګلستان بریدونه وغندل

د ایران اسلامي جمهوریت د یمن په پلازمینې صنعاء باندې د امریکې او انګلستان بریدونه وغندل.

د ایران د خارجه وزارت د فارس خلیج د برخې لوې مدیر او د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال " محمد علی بک "  نن سهار د یمن د پلازمینې صنعاء ښار په مختلفو سیمو باندې د امریکې او انګلستان پراخې حملې وغندلې او دا ډول اقدامات یې په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم له جنایتونو د دوام په لړ کښې وبلل.

هغه وویل: د یمن په خاوره د امریکې او انګلستان بیابیا پوځي تیري، د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د منشور څرګنده خلاف ورزي او د یمن په ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا باندې په ډاګه تیری دی.

د ایران د خارجه وزارت د فارس خلیج د برخې مشر مدیر، په لویدیځې آسیا کښې د ټولو نښتو او بریدونو جرړه، په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د نسل وژنې د سیاست دوام وباله او د سیمې او نړۍ د صلحې او امنیت لپاره یې د دغه رژيم د جنګ غوښتنې او اور بلونې د منفي پایلو په هکله یوځل بیا خبرداری ورکړ.

"محمد علی‌بک " همداشان د امریکې په مشرۍ ائتلاف له خوا د یمن پر خاورې حملې، په سیمه کښې د ثبات خرابونې او د صلحې د بهیر او همداشان د یمن په کړکیچ کښې د ښکیلو ډلو او هیوادونو ترمینځ د اوربند د ټینګولو د بهیر د کمزورې کولو په موخه وبللې او امریکا او برطانیا یې د سیمه ایزو حالاتو د خطرناکو او نه اټکلیدونکو پایلو نیغه په نیغه مسئول وبلل.

د ویلو ده چې د امریکې او انګلستان جنګي الوتکو پرون د یمن د پلازمینې صنعاء ښار په مختلفو سیمو بریدونه وکړل.