د اسرائیلو نیواکګر رژيم د لبنان په جنوب باندې بیا بمباریانې وکړې
(last modified Fri, 03 Jan 2025 06:22:13 GMT )
Jan 03, 2025 10:52 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو نیواکګر رژيم د لبنان په جنوب باندې بیا بمباریانې وکړې

زمونږ خبریال راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو له لبنان سره د اوربند په خلاف ورزۍ کولو سره یوځل بیا په جنوب کښې په یوشمیر سیمو بمبارې کړي دي.

د صهیونیسټ رژيم جنګي الوتکو څو ځله د لبنان په جنوب کښې په «جبل الزعرین» سیمه کښې په «الریحان» لوړو سیمو بمبارې وکړې.

صهیونیسټ رژيم په ترټولو نوي اقدام کښې د لبنان په جنوب کښې د ونو او بوټو په سوځولو سره د ژواک چاپیریال تباه کول په اجنډا کښې لرلي دي.

دا په داسې حال کښې دي چې د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله او د صهیونیسټ رژيم ترمینځ د شپیته ورځني اوربند ختمیدا ته له یوې میاشتې څخه کم وخت پاتی دی او دغه رژيم په دې محدوده موده کښې په ځلونو د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي.

داسې ښکاري چې صهیونیسټ رژيم د شپیته ورځې اوربند د نیټې له ختمیدا وروسته د جنګونو د زیاتولو هڅه کوي او له بلې خوا د لبنان حزب الله غورځنګ هم په دې موضوع باندې پوهیدا سره ځان د اوربند له ختمیدا وروسته پړاو ته چمتو کړی دی.