د سوریې نوي واکمنانان په رسمیت د پیژندلو هڅې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155972-د_سوریې_نوي_واکمنانان_په_رسمیت_د_پیژندلو_هڅې_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «العربي الجدید» سایټ دریو عربو هیوادونو ته د سوریې د انتقالي حکومت د خارجه وزیر «اسعد الشیباني» راتلونکي سفر ته په اشارې سره په دغه سفر غور کړی.
(last modified 2025-01-05T12:58:35+00:00 )
Jan 05, 2025 14:40 Asia/Kabul
  • د سوریې نوي واکمنانان په رسمیت د پیژندلو هڅې کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی «العربي الجدید» سایټ دریو عربو هیوادونو ته د سوریې د انتقالي حکومت د خارجه وزیر «اسعد الشیباني» راتلونکي سفر ته په اشارې سره په دغه سفر غور کړی.

لعربي الجدید د« اسعد الشیباني» پړاویز سفر؛ د دمشق واکمنانان د ویرې د ختمولو او د حمایت د تضمین په نوم یوه راپور کښې قطر، متحده عربي اماراتو او اردن ته د سوریې د انتقالي حکومت د خارجه وزیر اسعد الشیباني سفرونو  ته اشاره کړي ده.

الشیباني خپل لومړنی سفر سعودي عربستان ته کړی و.

عربو هیوادونو د سوریې نویو واکمنانانو  ته ورین تندی ښودلی دی په دې ډول چې د عربو هیوادونو ډیپلوماټیکو او امنیتي پلایو دمشق ته سفرونه کړي دي او د عربو هیوادونو په تیره بیا د قطر او د سعودي عربستان لخوا سوریې ته مرستې استول شوي دي چې د دغه هیواد اقتصادي او معیشتي مشکلات کم شي.

له مرستو بار یوه الوتکه هم له مصر څخه دمشق ته ورسیدله او د عراق خبرو سرچینو په داسې حال کښې چې تیره جمعه ورځ یې سوریې ته د عراق د تیلو د صادراتو له سره پیلول دروغ وبلل او احتمال شته چې د عراق حکومت په راتلونکو ورځو کښې د سوریې له نویو واکمنانو د عربي هیوادونو د ملاتړ لپاره سوریې ته تیل ورکړي.

العربي الجدید سایټ په دوام کښې زیاته کړي ده د سوریې نوي واکمنانان په نړیوالو او سیمه ئیزو ټولنو کښې د عربو هیوادونو د ملاتړ د ترلاسه کولو هڅه کوي چې نړیواله ټولنه دوې په رسمیت وپیژندي.