د امریکا نوي ولسمشر ټرامپ د هیواد قضايي نظام فاسد وباله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ د برمنډو فیلمونو یوې ستوري ته د چپ پاتې کیدا په بدل کښې د پیسو د ورکولو د دوسیې د حکم د خپریدا په درشل کښې د امریکا په قضايي نظام سخته نیوکه وکړه او هغه یې فاسد او له کاره غورځیدلی وباله.
ډونالډ ټرامپ پرون د خپلې دوسیې د حکم د خپریدا په درشل کښې په «سوشل ټروت» ټولنیز سایټ کښې دې ته په اشارې سره چې دغه دوسیه د نیویارک ایالت له نورو قضايي دوسیو سره هیڅ تفاوت نلري وویل قاضي جعلي حقایق او قانون جوړ کړی.
د امریکا ولسمشر ټرامپ ادعا وکړه د هیواد د قضايي نظام د فاسد کیدا په دلیل له نیویارک ایالت څخه کاروبارونه تښتیدلي او هغوې په میلیونونو کارروزګارونه او میلیارډونو مالیاتي عایدونه له ځانونو سره وړي چې په دغه جبۍ کښې ښخ نشي.
د امریکا په قضايي نظام باندې د نوي ولسمشر ټرمپ نیوکه په داسې حال کښې ده چې د هغه د دوسیې قاضي «خوان مرچان» تراوسه څو ځله د ټرامپ لپاره د سزا د ټاکلو د غونډې ترسره کول ځنډولي دي او مخکې یې هم په غیر قانوني ډول د امریکا د منتخب ولسمشر ټرامپ لپاره د نه زنداني کیدا حکم ورکړی و خو ټرامپ تل هڅه کړي ده چې خپل محکومیت یې د محکمې لخوا مرود اعلان شي.
قاضي خوان مرچان تیره اونۍ د دغه دوسیې د څنګ ته کولو لپاره د ټرامپ د غوښتنې په ردولو سره حکم ورکړ چې نهايي رایه به په راتلونکي جمعې ورځ خپره شي او یوازې د ټرمپ په غندلو بسنه وکړي او د ټرامپ له زنداني کیدا څخه ډډه وکړي.
سره له دې د محکمې په دغه حکم سره ډونالډ ټرامپ د امریکا په لومړي ولسمشر بدلیږي چې مجرم پیژندل شوی دی.