کاناډا به د امریکا یوه برخه ونه ګرځي
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په ځواب کې ویلي چې کاناډا به د امریکا یوه برخه ونه ګرځي.
تر دې مخکې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د کاناډا پر ضد به اقتصادي ځواک وکاروي او دغه هېواد باید د امریکا ۵۱ ایالت شي.
ټرمپ ویلي چې هغه به د کاناډا پر وارداتو ۲۵سلنه تعرفه ولګوي.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلانیا جولي ویلي؛ د ټرمپ څرګندونې ښيي چې هغه د کاناډا په اصلي ځواک نه پوهېږي او کاناډا به هېڅکله دغو ګواښونو ته سر ټیټ نه کړي.
ټرمپ د نوي کال په پیغام کې هم ګوت څنډنه کړې وه چې که کاناډا د امریکا ۵۱ ایالت وای د خلکو مالیه به یې دومره لوړه نه وه.
د دې تر څنګ د محافظه کار ګوند مشر هم ویلي چې کاناډا یو لوی خپلواک هېواد دی او هېڅکله به د امریکا ۵۱ ایالت نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د واکمن لېبرال ګوند د مشر په توګه له نهو کلونو دندې وروسته استعفا کوي.
د راپورونو له مخې، نوموړی به تر هغه په خپله دنده پاتې شي څو چې ګوند یې ځای ناستی ټاکي.