روسیې په سوریې کښې د اسرائیلو په غیر قانوني تحرکاتو نیوکه وکړه
فارس خبري اژانس راپور راکړی ملګروملتونو کښې د روسیې دائمي استازي «واسیلي نبنزیا» وویل د اسرائیلو غیرقانوني خوځښتونه او په جولان سیمه کښې د اوسني سیاست اجرا کول د سوریې یوهیړوالي ته ګواښ کوي.
هغه بیګا د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډه کښې وویل د سوریې پرضد د اسرائیلو حملې د دغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره ګواښ او د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ده.
واسیلي نبنزیا وویل په سوریې کښې د واک د انتقالولو د بهیر لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا د دوه زره دوه سوه څلورپنځوسم (۲۲۵۴)پریکړه لیک ماده مهمه ده او د دغه اصل خلاف ورزۍ کول د منلو وړ نه دي.
په ملګروملتونو کښې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا وویل د سوریې نوي واکمنان د خواشینونکي اقتصادي او د ټولنیز حالت د ښه کولو او د حکومتي چارواکو د اغیز شیندونکي کړچار د رامینځته کولو لپاره اوږده لاره مخ ته لري او هغوې په پریکنده توګه د نړیوالې ټولنې مرستې ته ضرورت لري.
صهیونیسټ رژیم په سوریې کښې د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د سوریې په پوځي مرکزونو او تاسیساتو باندې په پراخو حملو سره د سوریې په جولان سیمه باندې تیري زیات کړي دي.