د اروپايي هیوادونو مشرانو په ایلان مسک نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156158
زمونږ خبریال راپور راکړی د اروپايي اتحادیې مشران په دې خبرې بوخت دي چې په کوم ډول د ایکس اینټرنیټ پاڼې مشر ایلان مسک ته ځواب ورکړي هغوې خبرداری ورکړ چې فاشیزم یوځل بیا راستنیدلی شي او دا په داسې حال کښې دي چې ایلان مسک زمونږ په ادارو باندې په حملې کوي او نفرت زیاتوي.
(last modified 2025-01-09T11:20:35+00:00 )
Jan 09, 2025 15:44 Asia/Kabul
  • د اروپايي هیوادونو مشرانو په ایلان مسک نیوکه وکړه

زمونږ خبریال راپور راکړی د اروپايي اتحادیې مشران په دې خبرې بوخت دي چې په کوم ډول د ایکس اینټرنیټ پاڼې مشر ایلان مسک ته ځواب ورکړي هغوې خبرداری ورکړ چې فاشیزم یوځل بیا راستنیدلی شي او دا په داسې حال کښې دي چې ایلان مسک زمونږ په ادارو باندې په حملې کوي او نفرت زیاتوي.

د ایکس اینټرنیټ پاڼې مشر ایلان مسک کوم چې د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ په حکومت کښې د یوه چارواکي په توګه رول لوبولو ته چمتو کیږي  د انګلستان په لومړي وزیر کیر اسټارمر او د جرمني په صدراعظم اولف شولټز باندې په یوشمیر غلیمانه بریدونو سره په ټوله اروپا کښې غصه رامینځته کړي ده.

 میلیارډر ایلان مسک په شمالي انګلستان کښې د ماشومانو پرضد د تاریخي جنسي تیریو په هکله په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې له تیرو څو ورځو راهسې لسمونکي څرګندونې کړي دي.

پرون د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیر ، د فرانسې خارجه وزیر ژان نوئل بارو او د ایټالیا دفاع وزیر ګویډو کروسیټو د ایکس اینټرنیټ پاڼې د مشر ایلان مسک د مشر په لسمونکو څرګندونو اندیښنه څرګنده کړه.