په یمن د امریکا او د انګلستان بریدونه د جنایت مصداق دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156166-په_یمن_د_امریکا_او_د_انګلستان_بریدونه_د_جنایت_مصداق_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي هامانه» په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا پوځي بریدونه جنایت وباله.
(last modified 2025-01-09T23:43:34+00:00 )
Jan 10, 2025 04:07 Asia/Kabul
  • په یمن د امریکا او د انګلستان بریدونه د جنایت مصداق دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي هامانه» په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا پوځي بریدونه جنایت وباله.

هغه دې ته په اشارې سره چې د یمن په بیخ بنایانو باندې د امریکا او د انګلستان بیا بیا تیري له صهیونیسټ رژیم څخه د ملاتړ او د فلسطینیانو د نسل وژنې د دوام په بهیر کښې ترسره کیږي دغه حملې یې د نړیوالو حقوقو او د ملګروملتونو د منشور د اصولو ښکاره خلاف ورزۍ او په هیګ کښې دیره د انصاف د نړیوالې محکمې د منشور پراساس د جنایت او د تیري مصداق وباله.

اسماعیل بقايي هامانه د یمن په دریو ولایتونو صنعا، حدیده او عمران کښې په بیخ بنایانو باندې د امریکا او د انګلستان بیا بیا حملې وغندلې او ډاګینه یې کړه دغه جنایتکارانه کارونه د فلسطین له مظلومو خلکو سره د پیوستون او د ملاتړ په څرګندولو کښې د یمن د اتل ملت په ارادې کښې هیڅ خنډ نشي رامینځته کولای.