په یمن د امریکا او د انګلستان بریدونه د جنایت مصداق دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقايي هامانه» په یمن باندې د امریکا او د بریتانیا پوځي بریدونه جنایت وباله.
هغه دې ته په اشارې سره چې د یمن په بیخ بنایانو باندې د امریکا او د انګلستان بیا بیا تیري له صهیونیسټ رژیم څخه د ملاتړ او د فلسطینیانو د نسل وژنې د دوام په بهیر کښې ترسره کیږي دغه حملې یې د نړیوالو حقوقو او د ملګروملتونو د منشور د اصولو ښکاره خلاف ورزۍ او په هیګ کښې دیره د انصاف د نړیوالې محکمې د منشور پراساس د جنایت او د تیري مصداق وباله.
اسماعیل بقايي هامانه د یمن په دریو ولایتونو صنعا، حدیده او عمران کښې په بیخ بنایانو باندې د امریکا او د انګلستان بیا بیا حملې وغندلې او ډاګینه یې کړه دغه جنایتکارانه کارونه د فلسطین له مظلومو خلکو سره د پیوستون او د ملاتړ په څرګندولو کښې د یمن د اتل ملت په ارادې کښې هیڅ خنډ نشي رامینځته کولای.