د امریکا نوی ولسمشر ټرامپ د اروپا د ویشلو کوشش کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156172
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني د صدراعظم مرستیال «رابرټ هایک» د امریکا نوی ولسمشر ټرامپ د اروپا د ویشلو لپاره په هڅې تورن کړ.
(last modified 2025-01-10T00:11:03+00:00 )
Jan 10, 2025 04:37 Asia/Kabul
  • د امریکا نوی ولسمشر ټرامپ د اروپا د ویشلو کوشش کوي

ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني د صدراعظم مرستیال «رابرټ هایک» د امریکا نوی ولسمشر ټرامپ د اروپا د ویشلو لپاره په هڅې تورن کړ.

هغه وویل د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ د خپلې ولسمشرۍ په پخواني پړاو کښې هڅه وکړه له بیلا بیلو هیوادونو  سره د معاملاتو د ترسره کولو لپاره د اروپا وحدت له مینځه یوسي او  دغه هڅې به بیا تکرار کړي.

مخکې د جرمني صدراعظم اولف شولټز هم د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ جنجالي څرګندونو ته په غبرګون کښې چې د ګرینلینډ جزیرې د نیولو لپاره یې د پوځي قدرت د استعمالولو خبره کړي وه د سرحدونو د بدولو په  هکله خبرداری ورکړ.

د امریکا د منتخب ولسمشر ټرامپ د سلاکار ایلان مسک په لسمونکو څرګندونو سره د جرمنې او د امریکا اړیکې خړې پړې شوي دي.

په ټولو اروپايي هیوادونو کښې د ټرامپ د نویو څرګندونو او اقداماتو په هکله زیاتې اندیښنې رامینځته شوي دي.