د ټرمپ له ګواښونو هېڅ ویره نه لرو
د فلسطین د اسلامي مقاومت د (حماس) غورځنګ یوه لوړرتبه غړي وویل: د امریکا ګواښونه د فلسطین د ملت لپاره اهمیت نه لري، فلسطینیان پوهېږي چې په حقه دي او د خپلو حقونو او آرمانونو لپاره جنګېږي، څو د نړۍ د نورو ملتونو په څېر په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې د حماس غورځنګ یوه لوړرتبه غړي عبدالرحمن شدید وویل: امریکا په غزه کې له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې دفلسطیني ملت پروړاندې د صهیونیسټي دښمن په لیوني جنګ او نسل وژنې کې بشپړ ملاتړ کړی دی.
عبدالرحمن شدیدزیاته کړه: د امریکا حکومت، د صهیونیسټي رژیم په نسل وژونکي جنګ کې شریک دی، چې ماشومان، ښځې، بوډاګان، کورونه، خبریالان، طبي کارکوونکي، ښونځي او پوهنتونونه په نښه کوي.
د حماس دغه جګپوړي غړي زیاته کړه: موږ باور لرو چې د امریکا دا ډول ګواښونه د واشنګټن د وحشت، سرکشۍ او د دوه ګوني سیاست څرګندونه ده او د امریکا حکومت او ټرمپ باید د ګواښونو پر ځای، د فلسطین د ملت او د هغه د مظلومیت ترڅنګ ودریږي چې په تېرو ۷۶ کلونو کې له فاشيستي او جنايتکارانه اشغالګریو سره مخ وو.